۰

د بېجنګ د بین الافغاني ناستې د نه جوړېدو لامل حکومت دی که طالبان، اختلاف پر څه دی؟

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
ټاکل شوې وه، چې د افغان سولې په تړاو د چین پلازمېنه بېجنګ کې بین الافغاني ناسته جوړه شي، خو دغه ناسته د ځينو دلایلو له امله ځنډول شوې، او لا یې هم کره نېټه نه ده معلومه.
د بېجنګ د بین الافغاني ناستې د نه جوړېدو لامل حکومت دی که طالبان، اختلاف پر څه دی؟
ټاکل شوې وه، چې د افغان سولې په تړاو د چین پلازمېنه بېجنګ کې بین الافغاني ناسته جوړه شي، خو دغه ناسته د ځينو دلایلو له امله ځنډول شوې، او لا یې هم کره نېټه نه ده معلومه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې وه دغه غونډه یوه میاشت مخکې جوړه شوې وایی، خو هغه مهال ویل کېدل، چې افغان حکومت د یادې ناستې د ځنډولو غوښتنه کړې او ځنډول شوې ده.

له دې وروسته کله چې له تېرې اوونۍ راهیسې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ قطر کې پټې خبرې روانې دي، ورسره سم د بېجنګ د ناستې د کېدو او نه کېدو په اړه راپورونه ورکول کېږي.

خو دا چې ناسته ولې نه کېږي او که کېږي نو څه وخت به وشي په اړه یې نظرونه بېلابېل او پر اجنډا یې اختلافات رامنځ ته شوي دي.

افغان حکومت وايي، دوی دغه ناستې ته پوره چمتوالی لري او د لېږوونکي پلاوی نوملړ یې هم جوړ او چین ته سپارلی دی، خو ځینې سیاسیون او طالبان پړه پر حکومت اچوي وایي، حکومت د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.

داې پړه په چا کې ده او د یادې ناستې په اړه کوم لروی خنډونه جوړي بېله خبره ده خو ځینې سرچینې وايي، اصلي ستونزه د ناستې پر اجنډا او د حکومت له خوا پر برابر شوي نوملړ ده.

طالبانو ته نېږدې سرچینو تایید کړې چې د بېجنګ په جوړېدونکې غونډه کې خنډ رامنځ ته شوی دی.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې تر اوسه پورې د دغه غونډې د نه جوړېدو اصلي لامل د غوندې پر اجنډا د حکومت او طالبانو تر منځ اختلاف دی.

د هغه په وینا افغان حکومت هڅه کوي، چې د غونډې اجنډا په خپل لاس کې ولري او غونډې ته لېږوونکی پلاوی هم باید حکومتي وي.

خو زیاتوي، چې طالبان هم په دې برخه کې خنډ جوړوي ځکه هغوی د افغان حکومت له دې دریځ سره چې اجنډا د د حکومت په لاس کې وي او لېږوونکی پلاوی د هم حکومتي کلک مخالف دي.

د نوموړي په وینا طالبان وايي، دا یوه بین الاافغاني ناسته ده، چې ګډونوال یې باید ټول ښکېل لوري و او هغوی هم په غونډه کې د افرادو په توګه ګډون ولري نه د حکومت د استازو په توګه.

دی وایي، د دې تر څنګ د حکومت له لوري بله ستونزه دا ده، چې تر اوسه پورې یې د لېږونکي پلاوی لېست نه دی چمتو کړی او په همدې خاطر غونډه دې اونۍ او بلې اوونۍ ته په پلمو ځنډوي.

د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي هم رسنیو ته تایید کړې، چې ستونزه د افغان حکومت له خوا د ګډونوالو د برابر شوي لېست او د غونډې د اجندا د څرنګوالي پر سر را ولاړه شوې.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې افغان حکومت هڅه کوي چې د بیجینګ غونډې ته د بین الافغاني مذاکراتو بڼه ورکړي.

خو په وینا یې دغه ناسته له سره یوازې دیالوګ ته ځانګړې شوې وه، او هغه داسې چې ګډونوال به یې له کومې پریکړې پرته خپل نظرونه څرګندوي.

دغه طالب چارواکي دا هم ویلي، د افغان حکومت لخوا لېست داسې جوړ شوی چې برحاله لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې دي.

خو د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت وايي، دوی، له خپله اړخه د بیجینګ غونډې ته چمتوالی لري او د کوربه هېواد او طالبانو د چمتوالي د اعلان په تمه دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي