امریکا، افغان هوايي ځواک ته پنځه نورې اېم ډي چورلکې سپارلې

5 قوس 1398 ساعت 12:08

امریکایي رسنۍ وايي، د امریکا دفاع وزارت افغان هوايي ځواک ته پنځه نورې اېم ډي چورلکې سپارلې دي.


امریکایي رسنۍ وايي، د امریکا دفاع وزارت افغان هوايي ځواک ته پنځه نورې اېم ډي چورلکې سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا دفاعي قراردادي شرکت اېم ډي ویلي، دغه چورلکې د روانې میلادي میاشتې په ۲۲ مه نېټه افغان هوايي ځواک ته په کندهار کې سپارل شوې دي.

د دغه شرکت په خبرپانه کې ویل شوي، چې د تجهیزاتو دا اکمال یې د هغه قرارداد برخه ده چې امریکايي ځواکونو ورسره په ۲۰۱۷ کې د افغان ځواکونو د تجهیز لپاره کړی و.

خبرپانه کې دا هم ویل شوي، چې دوی نه یوازې د څرخکو د رسولو قرارداد لري، بلکې د تخنیکي عوارضو او پیلوټانو د روزنې مسوولیت یې هم پر غاړه لري.

د امریکا دفاعي قراردادي شرکت اېم ډي زیاته کړې، چې راتلونکي کې به افغانستان ته د ایم ډي ۵۳۰ ایف ۲۴ څرخکې رسوي.

 دا په داسې حال کې ده چې په تېره اکتوبر میاشت کې هند هم افغانستان ته څلور ایم آی ۲۴ جنګي څرخکې ورکړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122551

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122551/

جمهور
  https://www.jomhornews.com