ولسمشرغني:

ډېر ژر به سوله راولم، هېڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه پېښولی

5 قوس 1398 ساعت 12:28

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به داسې سوله راولي، چې د افغانستان ټول ولس ته د منلو وړ او تل پاتې وي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ډېر ژر به داسې سوله راولي، چې د افغانستان ټول ولس ته د منلو وړ او تل پاتې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني چې نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه کابل کې د نظامي ښځینه و د سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې وینا کوله ټینګار وکړ، چې د سولې پروسه کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ښځو پر حقونو هېڅ ډول معامله ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې مانا د افغانستان هر وګړي ته دا ده، چې امنیت، ثبات، پرمختګ او ورولي رامنځ ته کړي نو ځکه اړتیا ده، چې په تلپاتې سوله تمرکز وشي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، سوله په یوه قوم، سمت، ګوند او سیمې پورې اړه نه لري، بلکې سوله د ټول ولس لپاره ده، چې د ټولنې هر وګړی په کې ځان و ویني.

ولسشمر و ویل«سوله به راولو ډېر ژر به یې راولو تل پاتې سوله، چې په اصولو او اساساتو ولاړ وي، خو د تل پاتې سولې لپاره اړینه ده، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه لا نور پیاوړي شي، چې پیاوړي کېږي به.»

هغه په ورته وخت کې دا هم و ویل، چې د افغانستان دښمنان دې دا فکر له سره وباسي، چې افغان ولس به دوی ته د سولې لپاره ننواتې ورځي، ځکه په وینا یې دومره کمزوری نه دی، چې چا ته ننواتې وکړي.

ښاغلي غني طالبانو ته په خاطب کې زیاته کړه« طالب دې فکر وکړي، په تاوتریخوالي دا اتل ولس نه تسلیميږي. دوی له ضعیف دولت او ضعیف ولس سره مخ نه دي، دا دولت او دا ولس پیاوړی دی.»

ولسمشر و ویل، چې افغانستان د معاملو ځای نه دی، بلکې د فیصلو او جرګو وطن دی او هر څوک چې په لار او قانون ورسره ځي لمن یې پراخه ده.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې د افغانستان په اوسنی حالت کې هېڅوک هم د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولی، ځکه چې افغان حکومت د قانون تابع دی او د قانون په اساس خپلې دندې مخ ته وړي.

ولسشمر غني د سولې په اړه تازه څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پټې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 122552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com