کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې دوه انسان تښتوونکي نیولي او د هغوی څخه یې یو برمته ماشوم راخوشی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه یوه خبرپانه کې ویلي، دغه کسان پرون د لوګر ولایت په اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې یادو کسانو اته ورځې وړاندې یو ۱۳ کلن هلک د لوګر ولایت د مرکز اړوند سیمې څخه تښتولی و او غوښتل یې بهر ته یې ولېږدوي.
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو دغه ماشومان د تورخم په پوله نیولي او اوس یې خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل