۰
ملي امنیت:

لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې راپور په بل هېواد کې د پناه اخستو په موخه جوړ شوی وو

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د ملي امنیت ریاست وایي، د دوی پلټنې ښيي، چې د لوګر ولایت د دوه مدني فعالانو له خوا د یو شمېر ښوونځیو په ماشومانو د جنسي ځورونې راپور په یوه بل هېواد کې د پناه اخیستلو په موخه جوړ کړای شوی وو.
لوګر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې راپور په بل هېواد کې د پناه اخستو په موخه جوړ شوی وو
د ملي امنیت ریاست وایي، د دوی پلټنې ښيي، چې د لوګر ولایت د دوه مدني فعالانو له خوا د یو شمېر ښوونځیو په ماشومانو د جنسي ځورونې راپور په یوه بل هېواد کې د پناه اخیستلو په موخه جوړ کړای شوی وو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت تایید کړې، چې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي د هغه د امنیت ساتنې په موخه د ملي امنیت سره دي.

په خپرپانه کې ویل شوي، چې ښاغلي محمودي او همکارانو یې څو ورځې وړاندې د لوګر په ځينو ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه یو راپور جوړ کړی وو.

سرچینه زیاتوي، چې د دوی دغه راپور ه نه یوازې د ټولنې د عامه افکارو د مغشوشېدو او عامه نظم د ګډوېدو لامل شوی و، بلکې ځینو کسانو ته یې امنیتي ګواښونه هم پېښې کړي وو.

د ملي امنیت په خبر پانه کې ویل شوي چې د راپور تر خپرېدو وروسته ملي امنیت ښاغلي محمود او همکاران یې د دې په خاطر چې امنیتي خطر ورته پېښ نه شي، یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

ملي امنیت وايي، دغه کار یې ځکه کړی، چې د ښاغلي محمودي او ملګرو په راپور کې د هغه درنو جرمونو په اړه ترې پوښتې وشي، چې دوی په راپور کې یادې کړې او وروسته قضیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

خو په وینا یې په خواشنۍ سره چې د ښاغلی محمودي له خبرو واضح شوه، چې د هغه موندې له ثبوت او شواهدو او اسنادو پرته او په غیر مسلکي ډول یوازې د دې لپاره چې په یوه بل بهرني هېواد کې له کورنۍ سره یو ځای پناه واخلي تر سره شوې دي.

په خبرپانه کې ملي امنیت زیاته کړې، چې د ښاغلي محمودي او همکارانو دا راپور نه یوازې شمېر همغه ښونځي له امنیتي ګواښ سره مخ کړې و، بلکې د ټولنې د عامه افکارو، عامه نظم د ګډوډولو او پر ښوونیز چاپېریال د مفني اغېز سبب هم شوي دي.

همدارنګه ملي امنیت ویلي، دغه راز بې بنسټه تورونه او ادعاوې د ټولنې ټولو غړو ته سپکاوی دی، بلکې د افغانستان نوم د بشري حقونو د نړیوالو مدابع بنسټونو پر وړاندې بدوي.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر کرزي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او دغه راز د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره دغه دوه تنه مدني فعالان خوشي کړي.

کرزي و ویل، چې په تېرو دریو کلونو کې د بیان آزادي له جدي ګواښ سره مخ ده او د حکومت څخه یې غوښتنه دا ده، چې د دغه کار مخینوی وکړي.

خو ولسمشر غني وروسته په یوه ناسته کې و ویل، چې د بیان له آزادۍ باید ناوړه کټه وانخستل او دغه آزادۍ نباید د خلکو د نورو حقونو د تلف کېدو یا له ګواښ سره د مخ کېدو سبب شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني، چې پرون دوشنبې د لیندۍ ۴ مه کابل کې د ښځو یوې ناستې ته وینا کوله و ویل، د بیان مثبته آزادۍ دا ده، چې په پلي کېدو سره یې نورو ته زیان ونه رسېږي.

خو په وینا یې د بیان منفي آزادۍ بیا خلک اغېزمنوي او په ټولنه کې د باور فضا رامنځ ته کوي، چې نه باید داسې وشي او د بیان له آزادۍ ناوړه ګټه واخستل شي.

ښاغلي غني د خبریالانو خوندیتوب ته په اشارې و ویل، چې حکومت د هغوی د خونديتوب هڅه کوي او تر اوسه پورې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲ قضیې څېړل شوې او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

په ورته وخت کې ولسشمر دې ته په اشارې چې ځینې وګړي له هېواد څخه وځي و ویل، چې د پناه غوښتنې لپاره نباید د خلکو پر حیثیت تېری وشي.

نوموړي زیاته کړه، داسې قضیې هم شته، چې یو کس په بل هېواد کې د پناه غوښتنه کړې، تر څو قبول شي، چې په دې اړه باید عدلي او قضايي ارګانونه ډېر دقیق و اوسي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې په تاوتریخوالي د ګواښلو مخه باید په جدي توګه ونیول شي او هغه کسان چې پرته له اسنادو ښاریان وېروي د منلو نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي