۰

سږ کال ۳۷۵۸۰۰ افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي

سی شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر اوسه پورې ۳۷۵۸۰۰ افغانانو د جګړې له امله خپلې مېنې پرېښې او نورو سیمو ته کډه شوي دي.
سږ کال ۳۷۵۸۰۰ افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر اوسه پورې ۳۷۵۸۰۰ افغانانو د جګړې له امله خپلې مېنې پرېښې او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا دغه راپور نن سه شنبې د لیندۍ ۵ مه خپور کړی او ویلي یې دی، چې د جګړو د دوام له امله زیاتره دغه افغانان خپلو سیمو ته نه دي ستانه شوي.

په ورته وخت کې اوچا دا هم ویلي د هغو ۲۵۴ زره بې ځایه شویو کډوالو، چې ۲۰۱۸ کې یې د وچکالۍ له امله یې خپلې سیمې پرېښې لا هم ۷۵ زره تنه یې بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او هرات کې اوسي.

دغه راز اوچا زیاته کړې، چې سږ کال له ایران او پاکستان څخه هم تر اوسه څه بندې څلور سوه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچینې په وینا په دې شمېر کې ۳ سوه زره او ۵۰۰ افغان کډوال له ایران او ۲۲ زره او ۹۰۰ نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې راپور دا هم وايي، چې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهیر مخ په زیاتېدو دی او په روان میلادي کال کې ۲۲ زره او ۷۲۳ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې یو کم شمېر افغان کډوال له اروپا څخه هم بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، خو زیاتوي، چې سږ کال په حرکت کې کابو یو میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي