د امرالله صالح په څرګندونو د ځینو سناتورانو نیوکه، صالح باید محاکمه شي

5 قوس 1398 ساعت 14:28

د مشرانو جرګې ځینو غړو د دولت جووړنکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې وغندلې بلکې د هغه د محاکمه کېدو غوښتنه یې وکړه.


د مشرانو جرګې ځینو غړو د دولت جووړنکي انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې وغندلې بلکې د هغه د محاکمه کېدو غوښتنه یې وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن سه شنبې لیدنۍ ۵ مې په عمومي غونډه کې ځینو سناتورانو د امرالله صالح دغه ادعا چې ګڼې د ثبات او همپالنې ټیم کې د هزاره پر پزه پسخند وهل شوی، له نژادي تعصب او نفاق اچولو ډکې وبللې.

په جرګه کې د بامیانو سناتور قیس وکیلي و ویل، د امرالله صالح له خوا د دا ډول مطالبو خپرول که چېرته په ثبوت ونه رسول شي، له توهین څخه ډکې او یو جرم دی.

د هغه په وینا که چېرته صالح دغه څرګندونې د قومي تعصبونو د پارولو په موخه کړې وي، نو دا ارامان به ګور ته یوسي، ځکه د افغانستان خلک د دا ډول مطالبو پر بېخ ښه پوهېږي.

نوموړي و ویل، هزاره قوم لکه څنګه چې ځان ته اجازه نه ورکوي نورو قومونو ته سپکاوی وکړي، دغه راز هېڅ بل کس ته هم حق نه ورکوي، چې قوم ته یې سپکاوی وکړي.

قیس وکیلي وايي، که ښاغلی صالح د کړې ادعا په اړه ثبوت لري نو خپرو یې د کړي او که چېرته سند نه لري نو باید یو قوم ته د سپکاوي او ملي خیانت په تور محاکمه شي.

سناتور غیرت بهیر هم و ویل، چې هر انسان باید خپلو څرګندونو ته پام وکړي، ځکه د انسان په خلقت برید په اصل کې په اسلامي اصولو برید دی او هېڅ کس باید ځان ته دا حق ورنه کړي.

دی وایي، هغه کسان چې ځان ته د هېواد په چارو کې د یوه مطرح کس په سترګه ګوري نه باید دا جرئت وکړي، چې پریو قوم یا نژاد برید وکړي.

د جرګې بل غړي محمد رحیم حسنیار بیا زیاته کړه، چې د ښاغلي صالح څرګندونې هېڅ د توجیح وړ نه دي او د انساني نظره د یوه بل انسان د څېرې پسخندول مردو او ناوړه عمل دی.

د هغه په وینا ښه به دا وي، چې ښاغلی صالح پر ځای د دې چې قومي نفاق او نېژادي تبعیض ته لمن و وهي، د هېواد د سیاسي ستونزو حل ته مټي بډ وهي.

خو د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار و ویل، که څه هم صالح د خپلو څرګندونو په اړه بښنه غوښتې، خو په اصل کې دا یو ناسم پوهاوی و، چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي.

امرالله صالح دوه ورځې وړاندې ادعا وکړه، چې د ثبات او همپالنې ټیم په یوه ناسته کې د دغه ټیم یوه ارشد غړي هزاره قوم ته سپکاوی کړی او د هغوی پر پزو یې پسخند وهلی.

د ښاغلي صالح دغه څرګندونو د سیاسیون او خوله رسنیو د کارکوونکو تر منځ لانجه راپورته کړه ان چې د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکترعبدالله عبدالله هم پرې نیوکه وکړه او دا یې یوه استخباراتي او شرموونکې لوبه وبلله.

د ثبات او همپالنې ټیم یوه بل غړي محمد محقق هم پرې تونده نیوکه وکړه او امرالله صالح ته یې د ورقو دوه تايي کلیمه وکاروله.

وروسته صالح په یوه بله لیکه کې و ویل، چې له دې کار یې موخه دا وه، چې ځینې مشران خپلو ادبیاتو ته پام وکړي خو ټینګار یې کړی، چې که د دغه د څرګندونو څخه د چا احساساتو ته زیان اوښتی وي، جدي بښنه ترې غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com