۰

لوېدیځو دیپلوماتونو د لوګر د دوه مدني فعالانو څخه د اعتراف اخیستو پر شېوه نیوکه کړې

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۱
کابل کې د ځینو لوېدیځو هېوادونو دیپلوماتانو د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا د لوګر د دوه مدني فعالانو چې په ښوونځیو کې یې د جسني ځورونې موضوع راپورته کړې وه، د اعتراف اخیستو پر کړنلاره نیوکه کړې.
لوېدیځو دیپلوماتونو د لوګر د دوه مدني فعالانو څخه د اعتراف اخیستو پر شېوه نیوکه کړې
کابل کې د ځینو لوېدیځو هېوادونو دیپلوماتانو د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا د لوګر د دوه مدني فعالانو چې په ښوونځیو کې یې د جسني ځورونې موضوع راپورته کړې وه، د اعتراف اخیستو پر کړنلاره نیوکه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت پرون سه شنبې د لیندۍ ۵ مه د دغه دوه مدني فعالانو د اعتراف ویډیو خپره کړې، چې ورسره یو شمېر غبرګونونه راپوروته شوي دي.

کابل کې د امریکا سفیر د ملي امنیت دغه چلند غندلی او ویلي یې دی، چې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې دا چلند د شوروي د وخت د ملي امنیت چلند ته ورته دی.

جان بس پر خپل ټویټر لیکلي«په شدت سره هغه تکتیکونو نارامه کړي یوو چې د شوروي د وخت د ملي امنیت تکتیکونو ته ورته دي.»

نوموړي ویلي، دا ویرونکې ده چې د مدني ټولنې له هغو فعالانو څخه په زور او تهدید اعتراف اخیستل کیږي چې هدف یې د افغان ماشومان خوندیتوب دی.

په کابل کې د امریکا سفیر په یو بل ټویټ کې لیکلي چې د دې قضیې په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دریځ ملاتړ کوي.

په کابل کې د جرمني سفیر پیټر پروګیل هم پر خپل ټویټر دا افغانستان د ملي امنیت د ادارې له خوا د دې دوو مدني فعالانو نیول د شرم وړ بللي دي.

په کابل کې د هالنډ سفارت هم د لوګر د دوو مدني فعالانو نیول غیرې قانوني بللي او په خپله رسمي ټوېټر پاڼه یې د دې دواړو کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کی ویلي، هیله من دی چې د دې دوو فعالانو د خوشې کېدو په اړه د دوی غوښتنې ته درناوی وشي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې د لوګر د مدني فعال موسی محمودي او د هغه د همکار احسان حمیدي هغه ویډیو له رسنیو سره شریکه کړې په کومه کې چې دوی په ښونځیو کې د جنسي ځورونو په اړه خپل وروستي راپور له تیروتنو ډک او نیمګړی بولي.

د ملي امنیت ریاست وایي، د دوی پلټنې ښيي، چې د لوګر ولایت د دوه مدني فعالانو له خوا د یو شمېر ښوونځیو په ماشومانو د جنسي ځورونې راپور په یوه بل هېواد کې د پناه اخیستلو په موخه جوړ کړای شوی وو.

په خپرپانه کې ویل شوي، چې ښاغلي محمودي او همکارانو یې څو ورځې وړاندې د لوګر په ځينو ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه یو راپور جوړ کړی وو.

سرچینه زیاتوي، چې د دوی دغه راپور ه نه یوازې د ټولنې د عامه افکارو د مغشوشېدو او عامه نظم د ګډوېدو لامل شوی و، بلکې ځینو کسانو ته یې امنیتي ګواښونه هم پېښې کړي وو.

د ملي امنیت په خبر پانه کې ویل شوي چې د راپور تر خپرېدو وروسته ملي امنیت ښاغلي محمود او همکاران یې د دې په خاطر چې امنیتي خطر ورته پېښ نه شي، یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

ملي امنیت وايي، دغه کار یې ځکه کړی، چې د ښاغلي محمودي او ملګرو په راپور کې د هغه درنو جرمونو په اړه ترې پوښتې وشي، چې دوی په راپور کې یادې کړې او وروسته قضیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

خو په وینا یې په خواشنۍ سره چې د ښاغلی محمودي له خبرو واضح شوه، چې د هغه موندې له ثبوت او شواهدو او اسنادو پرته او په غیر مسلکي ډول یوازې د دې لپاره چې په یوه بل بهرني هېواد کې له کورنۍ سره یو ځای پناه واخلي تر سره شوې دي.

په خبرپانه کې ملي امنیت زیاته کړې، چې د ښاغلي محمودي او همکارانو دا راپور نه یوازې شمېر همغه ښونځي له امنیتي ګواښ سره مخ کړې و، بلکې د ټولنې د عامه افکارو، عامه نظم د ګډوډولو او پر ښوونیز چاپېریال د مفني اغېز سبب هم شوي دي.

همدارنګه ملي امنیت ویلي، دغه راز بې بنسټه تورونه او ادعاوې د ټولنې ټولو غړو ته سپکاوی دی، بلکې د افغانستان نوم د بشري حقونو د نړیوالو مدابع بنسټونو پر وړاندې بدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي