۰

د طالبانو پلاوی ایران ته تللی، له جواد ظریف سره یې لیدلي

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او ځینو نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.
د طالبانو پلاوی ایران ته تللی، له جواد ظریف سره یې لیدلي
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو پلاوی ایران ته تللی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او ځینو نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین په خپل ټوېټر لیکلي، چې طالب پلاوی د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برارد په مشرۍ تهران ته تللی او له ایراني چارواکو سره یې لیدلي.

نوموړی په دغه لیدنه کې د افغانستان د ستونزې پر سوله ییز حل، دوه اړخیزه اړیکو، ایران کې مېشت افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې.

شاهین ویلي ایراني چارواکو ژمنه ورکړې، چې هلته د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته به رسیدګي کوي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې له طالبانو سره د همکارۍ راپورنه په کلکه رد کړي او دا یې د امریکا استخباراتي لوبه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي