۰

ولسمشر د لوګر د دوه مدني فعالانو په اړه د ملي امنیت د اقداماتو دریدو امر کړی

چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۶
ولسمشر محمد اشرف غني هم د ملي امنیت له خوا د لوګر ولایت د دوه مدني فعالانو څخه پلټنې ناسم کار بللی او د هغوی پر وړاندې یې د یادې ادارې د اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې.
ولسمشر د لوګر د دوه مدني فعالانو په اړه د ملي امنیت د اقداماتو دریدو امر کړی
ولسمشر محمد اشرف غني هم د ملي امنیت له خوا د لوګر ولایت د دوه مدني فعالانو څخه پلټنې ناسم کار بللی او د هغوی پر وړاندې یې د یادې ادارې د اقداماتو د درېدو غوښتنه کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسشمر په لوګر ولایت کې د جنسي ناوړه استفادې راپورونه چې په پیل کې د دغه ولایت د مدنې ټولنې له لورې مطرح شول، اندښمنونکي وبلل.

ښاغلي غني ویلي، چې د یادې قضیې د پرمختګونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو پر مهال، په دې برخه کې د ترسره شویو کړنو په اړه خپل مخالفت اعلان کړ.

هغه زیاته کړې په دې اړه یې فوراً د ملي امنیت لوی ریاست ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه خپل اقدامات ودروي، ځکه د مدنې فعالانو او بشري حقونو د مدافعینو د امنیت خوندیتوب د امنیتي ځواکونو مسوولیت دی.

ولسمشر وایي، دغه ډول ادعاوې باید لوی څارنوالي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون تر خپلو څېړنو او ارزونو لاندې ونیسي.

ښاغلي غني ویلي پوهنې وزارت ته مې لارښونه کړی د لوګر ولایت د هغو سیمو په اړه چې پکې له زده کوونکو څخه د جنسي ناوړه استفادې ادعا موجوده ده، مفصل راپور وړاندې کړي او هیله لرم یاد راپور به ژر او په مکمن فرصت کې ترلاسه کړم.

ولسمشر ټینګار وکړ، د پنجشنبې په ورځ به په ارګ کې د قانون د حاکمیت او فساد ضد مبارزې عالي شورا غونډه کې د بشري حقونو د مدافعینو د امنیت د خوندیتوب پر موضوع او هغه ګامونه چې په دې برخه کې واخیستل شي لازیات بحث وکړم.

د یادونې ده، چې ملي امنیت پرون د لوګر د دوه مدني فعالانو د اعتراف ویډیو خپره کړې، چې هغوی په کې ویلي د لوګر په ځینو ښوونځیو کې یې د ماشومانو د جنسي ځورونې راپور غیر مسلکي او غیر واقعي دی.

د افغانستان ملي امنیت ادارې د لوګر د مدني فعال موسی محمودي او د هغه د همکار احسان حمیدي هغه ویډیو له رسنیو سره شریکه کړې په کومه کې چې دوی په ښونځیو کې د جنسي ځورونو په اړه خپل وروستي راپور له تیروتنو ډک او نیمګړی بولي.

د ملي امنیت ریاست وایي، د دوی پلټنې ښيي، چې د لوګر ولایت د دوه مدني فعالانو له خوا د یو شمېر ښوونځیو په ماشومانو د جنسي ځورونې راپور په یوه بل هېواد کې د پناه اخیستلو په موخه جوړ کړای شوی وو.

په خپرپانه کې ویل شوي، چې ښاغلي محمودي او همکارانو یې څو ورځې وړاندې د لوګر په ځينو ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه یو راپور جوړ کړی وو.

سرچینه زیاتوي، چې د دوی دغه راپور ه نه یوازې د ټولنې د عامه افکارو د مغشوشېدو او عامه نظم د ګډوېدو لامل شوی و، بلکې ځینو کسانو ته یې امنیتي ګواښونه هم پېښې کړي وو.

د ملي امنیت په خبر پانه کې ویل شوي چې د راپور تر خپرېدو وروسته ملي امنیت ښاغلي محمود او همکاران یې د دې په خاطر چې امنیتي خطر ورته پېښ نه شي، یوه خوندي ځای ته لېږدولي دي.

ملي امنیت وايي، دغه کار یې ځکه کړی، چې د ښاغلي محمودي او ملګرو په راپور کې د هغه درنو جرمونو په اړه ترې پوښتې وشي، چې دوی په راپور کې یادې کړې او وروسته قضیه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

خو په وینا یې په خواشنۍ سره چې د ښاغلی محمودي له خبرو واضح شوه، چې د هغه موندې له ثبوت او شواهدو او اسنادو پرته او په غیر مسلکي ډول یوازې د دې لپاره چې په یوه بل بهرني هېواد کې له کورنۍ سره یو ځای پناه واخلي تر سره شوې دي.

په خبرپانه کې ملي امنیت زیاته کړې، چې د ښاغلي محمودي او همکارانو دا راپور نه یوازې شمېر همغه ښونځي له امنیتي ګواښ سره مخ کړې و، بلکې د ټولنې د عامه افکارو، عامه نظم د ګډوډولو او پر ښوونیز چاپېریال د مفني اغېز سبب هم شوي دي.

همدارنګه ملي امنیت ویلي، دغه راز بې بنسټه تورونه او ادعاوې د ټولنې ټولو غړو ته سپکاوی دی، بلکې د افغانستان نوم د بشري حقونو د نړیوالو مدابع بنسټونو پر وړاندې بدوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي