طالبانو ته نېږدې سرچینې:

د امریکا او طالبانو ټول اختلافات حل شوي، خلیلزاد تللی، چې د مصوباتو د لاسلیک، بین افغاني خبرو او اوربند نېته معلومه کړي

6 قوس 1398 ساعت 9:47

طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د خلیلزاد او طالبانو تر منځ پټې خبرې پای ته رسېدلي او په کې د دواړو لورو تر منځ مخکني اختلافات په بشپړه توګه حل شوي دي.


طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، د خلیلزاد او طالبانو تر منځ پټې خبرې پای ته رسېدلي او په کې د دواړو لورو تر منځ مخکني اختلافات په بشپړه توګه حل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ له تېرې شنبې (د لیندنۍ ۲مه) پټې خبرې روانې وې، چې پرون سه شبنې د لیندنۍ ۵ مه پای ته رسېدلې دي.

طالبانو ته نېږدې سرچینې وایي، د دوی تر منځ خبرې خورا ګټورې وې او دواړه لوري په کې په مخکنیو اختلافاتو حل ته سره رسېدلي دي.

پخوانی طالب چارواکي سیدآکبر آغا نن چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دغه خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ هغه اختلافات چې پر اوربند او بین الاافغانی مذاکراتو یې درلود حل شوي او دواړه لورو کلي توافقاتو ته رسېدلي دي.

نوموړي و ویل، چې خلیلزاد او طالبانو په تېرو څلورو ورځنیو پټو خبرو کې پر بین الاافغاني مذاکراتو، اوربند او د مخکنیو ۹ میاشتنیو خبرو د مصوبو پر لاسلیک کېدو خبرې اترې وکړې.

سیداکبر آغا زیاته کړه«په دغه څلور ورځینو خبرو کې په یادو ټولو مواردو کې اختلافات حل شوي او دواړه لوري توافقاتو ته رسېدلي دي.»

وړاندې ځينو سرچینو ویلي و، چې د طالبانو او خلیلزاد په خبرو کې لا هم پر اوربند او بین الافغاني خبرو اختلاف پر ځای دی او موافقې ته نه دي رسېدلي.

د سرچینې په وینا خلیلزاد په دې خبرو کې ټینګار درلود، چې طالبان باید اوربند وکړي او د امریکا سره تر خبرو وروسته باید ژر تر ژره بین افغاني مذاکراتو ته غاړه کېږي.

سرچینې زیاته کړې یې وه، چې طالبانو ټینګار دلود، چې لومړی دې امریکا د مخکنیو ۹ میاشتنیو خبرو توافق نامه لاسلیک کړي وروسته به په بین الافغاني خبرو او اوربند خبرې وکړي.

خو اوس سید اکبر آغا وایي، په اوربند او بین الافغاني خبرو د امریکا او طالبانو تر منځ اختلافات په کلي توګه حل شوي او اوس هېڅ اختلاف نشته، یوازې دواړه لوري د توافق پانې لاسلیک ته انتظار دي.

سید آکبر اغا و ویل، چې د دغه اختلافاتو تر حل او د خبرو تر پای ته رسېدو وروسته خلیلزاد بېرته امریکا ته تللی تر څو د مخکنیو مصوباتو د لاسلیک او دغه راز د بین الافغاني خبرو او تل پاتې اوربند د کېدو نېټه معلومه کړي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به مخکنۍ مصوبې د دواړو لورو تر منځ لاسلیک شي او بین الافغاني خبرې او اوربند په کله وشي، و ویل«دومره درته ویل شم، چې موږ او تاسې به ډېر د مصوباتو د لاسلیک او بین الافغاني خبرو د پیل شاهدان وو، خو دقیقه نېټه یې نه شم ویلي.»

امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر اوسه په رسمی ډول په دې اړه څه نه دی ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 


د مطلب کود: 122576

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122576/

جمهور
  https://www.jomhornews.com