۱۵ پیلوټان د بلک هاک چورلکو له زده کړو فارغ شول

7 قوس 1398 ساعت 8:52

د افغان هوايي ځواک ۱۵ پیلوټان او ټرېنر پیلوټان د یو اېچ ۶۰ ډوله بلک هاک چورلکو له زده کړو فارغ شول.


د افغان هوايي ځواک ۱۵ پیلوټان او ټرېنر پیلوټان د یو اېچ ۶۰ ډوله بلک هاک چورلکو له زده کړو فارغ شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ۱۵ تنو پیلوټانو او ټرېنرانو په کندهار کې د بک هاک چورلکو د پروازو ۳ میاشتنۍ کورس بشپړ او فارغ شول.

په دوی کې ۸ کسه پیلوټان، دوه تنه ټرېنر پیلوټان او ۵ تنه یې انداخت کوونکي دي، چې د فراغت مراسمو ته یې د کندهار د هوايي ځواکونو قوماندان تورن جنرال عبدالرازق شېرزی او نور چارواکي ورغلي وو.

جنرال شېرزي په دې مراسمو کې و ویل، چې دغه نوي ځوان پیلوټان به د افغان هوايي ځواک د لا پیاوړي کېدو لامل شي او د دښمن ځالې به په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په جک جمهوریت کې هم یو شمېر افغان پيلوټان له زده کړو فارغ  شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122609

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122609/

جمهور
  https://www.jomhornews.com