کندزو کې ماین چاودنې ۱۵ تنه ملکی وګړي وژلي دي

7 قوس 1398 ساعت 9:00

کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، کندوز ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه ماښام مهال د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په امام الدین څلور لاري کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان د واده مراسمو ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې پر موټر د سړک د غاړې خښ شوي ماین چاودنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې پنځلس تنه ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاتوی، چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومام هم شامل دي.

وزارت دغه کار د طالبانو بللی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com