جواد ظریف:

ایران د بین الاافغاني خبرو لپاره همکارۍ ته چمتو دی

7 قوس 1398 ساعت 9:26

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د درېیمګړي رول ولوبوي.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مذاکراتو کې د درېیمګړي رول ولوبوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ظریف دغه څرګندونې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر له استازو سره تر لیدنې او خبرو وروسته کړې دی.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر استازي وړمه ورځ تهران ته تللي و او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره یې لیدلي وو.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټوېټر پانه لیکلي وو، چې طالب پلاوي له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله، دوه اړخیزه اړیکو او هلته د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي.

له دې وروسته ایراني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له قوله ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، په ګاونډي هېواد افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره د سیاسي ډلو، حکومت او ښکیلو خواو تر منځ د روغې جوړې د خبرو لار هواره کړي.

ښاغلي ظریف ټینګار کړی، چې تهران به هڅه وکړي چې د سیاسي لوریو، حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لپاره د دریمګړي رول ولوبوي او په دې برخه کې خنډونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122614

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122614/

جمهور
  https://www.jomhornews.com