قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو د اروپايي ټولنې له استازو سره لیدلي

7 قوس 1398 ساعت 9:39

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو سره لیدلي او پر افغان سوله یې خبرې ورسره کړې دي.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو سره لیدلي او پر افغان سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو پرون چهارشنبې د لیندۍ ۶ مه د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم د دغه لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دی چې په دغه ناسته کې دواړو لورو د سولې د مذاکراتو پر روان بهیر بحث او خبرې کړې دي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دغه خبرې د سیاسي دفتر د مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالب پلاوی له خوا د اروپايي ټولنې له استازو سره شوې دی.

د یادونې ده، چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ هم یو پلاوی پرون ایران ته تللی و او د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو سره کتلي وو.

شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي و، چې د طالب پلاوی او ایراني چارواکو تر منځ خبرې پر افغان سوله، دوه اړخیزه اړیکو او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو راڅرخېدې.

طالب پلاوي په داسې حال کې د ایراني چارواکو او اروپايي ټولنې له استازو سره پر سوله خبرې کوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې قطر کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ پټې خبرې روانې وې.

پخوانی طالب چارواکی سید آکبر آغا وایي، په دغه څلور ورځینو خبرو کې د امریکا او طالبانو تر منځ ټول اختلافات حل شوي او یوازې د مصوبو د لاسلیک لپاره انتظار دي.

سید اکبر آغا دا هم ویلي و، چې خلیلزاد بېرته واشنګټن ته تللی، تر څو د مخکنیو مصوباتو د لاسلیک، بین الاافغاني خبرو د پیل او د اوربند نېټه معلومه کړي.

په ورته وخت کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي، چې پرون کابل ته راغلی ویلي، د بل هر وخت په پرتله د افغان سولې د مذاکراتو د بریالي کېدو چانس زیات شوی دی.

هغه ویلي ډېر لرې نه ده، چې د سولې مذاکرات به پیل شي او د افغانستان جګړه به پای ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122615

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122615/

جمهور
  https://www.jomhornews.com