وحیدعمر:

افغان حکومت د بېجنګ بین الاافغاني ناستې کې ګډون ته چمتو دی

7 قوس 1398 ساعت 12:34

د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر ارشد سلاکار وحید عمر هغه اوازې رد کړې، چې ګڼې افغان حکومت د بېجنګ د بین الاافغاني ناستې لپاره چمتو نه دی او پر وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کوي.


د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر ارشد سلاکار وحید عمر هغه اوازې رد کړې، چې ګڼې افغان حکومت د بېجنګ د بین الاافغاني ناستې لپاره چمتو نه دی او پر وړاندې یې خنډونه رامنځ ته کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وحید عمر چې نن پنشنبې د لیندۍ ۷ مه کابل کې یوه کنفرانس کې خبرې کولې و ویل، چې افغان حکومت په تمامه مانا د بېجنګ په ناسته کې د ګډون لپاره تیاری لري.

نوموړي و ویل«په دې وروستیو کې داسې اوزاې خپرې شوې، چې ګڼې افغان حکومت د بېجنګ په ناسته کې ګډون نه کوي او ستونزې جوړوي، دا اوازې بې بنسټه دي، داسې نه ده افغان حکومت دغه ناستې ته پوره چمتوالی لري، موږ لېست برابره کړی او چین ته مو سپارلی او د کوربه هېواد او طالبانو اعلان ته په تمه یو.»

ښاغلي عمر ټینګار وکړ، چې دغه لېست د افغان دولت له خوا جوړ شوی او د دولت استازي په کې دي، ځکه په بهر کې د خلکو استازي همدا دولت دی.

هغه وویل«هو دا دولتی لېست دی، که څوک یې مخالفت کوي، هغه د هغوی خپل مشکل دی، نه د افغان دولت.»

د ولسمشر سلاکار دا هم و ویل هغه سوله چې رهبري او مالکیت یې د افغان حکومت او افغان ولس په لاس کې نه وی، تل پاتې سوله نه ده او هم تل پاتې سولې راوستلی شي.

وحید عمر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وسله والو طالبانو د افغان دولت له لوري د جوړ شوي لېست سره مخالفت ښودلی دی.

طالبانو ویلي دا یوه بین الاافغاني ناسته ده، چې ګډونوال به یې خپل نظریات د افرادو په اړه تبادله کوي، او کومه پرېکړه به نه په کې کېږي.

خو په وینا یې افغان حکومت هڅه کوي، چې دغه ناستې ته د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو رنګ ورکړي، چې د منلو نه دی.

ټاکل شوې وه، چې د بېجنګ غونده ان یوه میاشت وړاندې د چین په کوربتوب جوړ شوې وايي، خو تر اوسه ځنډېدلې او لا یې هم نېټه نه ده معلومه.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 122622

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122622/

جمهور
  https://www.jomhornews.com