په کابل کې د اروپايي ټولنې استازي پیري مایدون د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ځنډ اندېښنه شودلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ورځ تر بلې ځنډ په افغانستان کې ولسوالۍ ته لا زیاتې ستونزې جوړوي.
د اروپايي ټولنې استازي ټیګار کړي، چې نړیواله ټولنه په دې تمه ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمریزه ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د اروپايي ټولنې استازي پر داسې مهال دغه اندېښنه شي، چې د ټاکنو کمېسیون وایي، که د ځینو انتخاباتي ټیمونو له خوا په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې اجازه ورکړل شي، دوی به ډېر ژر د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د تېرې پنشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ځینو انتخاباتي ټکټونو د دوی د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي او په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې بهیر د همدې ستونزو له امله تر اوسه نه دی پیل شوی.
نوموړې ټینګار وکړ، چې کمېسیون خپل کاروان د قانون، لوایجو او کړنلارو پر اساس پر مخ وړي او په دې برخه کې هېڅ ډول فشار نه پرې شته او نه هم کوم فشار مني.
حوا علم نورستاني و ویل، که چېرې ټاکنیز ټیمونه په ۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي او کمېسیون هلته دغه بهیر بشپړ کړي نو ډېر ژر به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د هغې په وینا په ۲۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې بهیر پای ته رسېدلی او معلومات یې مرکز ته رسېدلي دي، خو په ۷ ولایتونو کې لا هم دا بهیر نه دی پیل شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل