د ثبات او همپالنې ټیم لاریون ته د ټاکنو کمېسیون غبرګون: زور وهلو ته به تسلیم نه شو

9 قوس 1398 ساعت 8:53

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د جمعې ورځې لاریون ته په غبرګون کې ویلي، هېڅکله به د ټاکنیزو ټیمونو زور وهلو ته تسلیم نه شي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم د جمعې ورځې لاریون ته په غبرګون کې ویلي، هېڅکله به د ټاکنیزو ټیمونو زور وهلو ته تسلیم نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون وایي، دوی خپلې ټولې چارې، د قانون په چوکاټ، لوایحو او کړنلارو سره سم پر مخ وکړي او د هېچا هېڅ ډول فشار ته به تسلیم نه شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وار وار ویلي، دوی د ټاکنیزو ټیمونو سره په ټاکنو کې د راپورته شویو ستونزو د قانوني حل لپاره خبرو ته چمتو دي، خو دا اجازه چا ته نه ورکوي، چې خپلې غیر قانوني غوښتنې پرې ومني.

د یاد کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وایي، د لاریون په غبرګون کې ټینګار کوي، چې کمېسیون خپلې چارې له قانون سره سمې مخ ته وړي، او دغه ډول زور وهلو ته به هېڅ کله هم تسلیم نه شي.

د ثبات او همپالنې ټیم پرون جمعه د لیندۍ ۸ مه کابل کې لاریون وکړ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې په غیر قانوني کړونو تورن کړ.

دغه ټیم یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې په کې ویلي یې دي، که کمېسیون د دوی غوښتونو ته پام ونه کړي او د ۳۰۰ زره رایو پر نه باطلولو ټینګار وکړي، نو دغه ټیم به د خلکو د پاکو رایو د دفاع په خاطر له هرې مشروع وسیلې نه کار واخلي.

خو د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني د تېرې پنشنبې په ورځ و ویل، چې ځینې ټیمونه له کمېسیون څخه په غیر قانوني توګه غواړي، چې ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان کړي.

نوموړې ټینګار وکړ، چې هېڅ نوماند او هېڅ ټاکنیز ټیم د دا تمه نه لري، چې ګنې کمېسیون به په غیر قانوني توګه د خلکو واقعي او بایومتریک شوې رایې باطلې اعلان کړي، بلکې په وینا یې ټاکنیز ټیمونه باید کمېسیون ته اجازه ورکړي، چې په پاتې ولایتونو کې هم د بیا رای شمېرنې بهیر بشپړ کړي او تورې او سپینې رایې سره جلا کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې و ویل، چې کمېسیون ته یوازې بایومتریک رایې د منلو دي، او که ټاکنیز ټیمونه غواړي، چې کمېسیون خپلې چارې د قانون په رڼا کې مخ ته یوسي نو باید اجازه ورکړي، چې د بیا رای شمېرنې بهیر بشپړ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 


د مطلب کود: 122647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com