د پاکستان د بهرنیو چازو وزیر:

د افغان جګړې ښکېل لوري د خبرو ته نرمښت وښيي

9 قوس 1398 ساعت 9:28

پاکستان د افغان سولې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو هرکلی کړي او پر ښکېلو لورویو یې غږی کړی، چې د خبرو لپاره نرمښت وښيي.


پاکستان د افغان سولې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  وروستیو څرګندونو هرکلی کړي او پر ښکېلو لورویو یې غږی کړی، چې د خبرو لپاره نرمښت وښيي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، دوی د ټرمپ د هغه خبرو هرکلی کوي، چې چې غواړي افغان جګړه له سیاسي لارو حل کړي.

نوموړي ویلي، چې دغه تازه پرمختګونه د ټولې سیمې د سولې او ثبات سره مرسته کولی شي او پاکستان، په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په راتګ کې همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار کړي، چې افغان جګړه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده او د جګړې ښکېلو لارو ته په کار ده چې د خبرو لپاره نرمښت وښيي.

باید و ویل شي، چې ټرمپ د تېرې پنشنبې په ماښام کابل ته راغی او د بګرام پوځي اډه کې یې له خبرو سر تېرو سره د کتنې په غونډه کې له طالبانو سره د سولې د تواق او اوربند لپاره چمتوالی وښود او ټینګار یې وکړ، چې که طالبان سوله غواړي لومړی باید اوربند وکړي.

ټرمپ و ویل«طالبان غواړي، چې یو توافق تر لاسه شي، موږ هم په دقت سره ګورو چې آیا هغوی غواړي، چې توافق وشي، خو که توافق کېږي باید واقعي وي، خو موږ باید انتظار وباسو.»

خو د طالب سرچینې په وینا ټرمپ به دغه خبرو کې ونه ویل، چې له طالبانو سره خبرې په رسمي ډول پیل شوې او دغه راز یې اوربند هم د مخکني شرط په توګه نه دی مطرح کړی.

نوموړي و ویل، که د طالبانو او امریکایي استازو منځ قطر کې خبرې شوې وي، دا رسمي خبرې نه دي.

په ورته وخت کې سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ټرمپ د بګرام پوځي اډه کې دا هم ویلي، چې افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي، خو دا چې څومره سرتېري به افغانستان کې وساتي کره شمېره یې نه ده په داګه کړې.

د یادونې ده، چې د ټرمپ له راتګ سره سم افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د بګرام پوځي اډې ته ورغلی او د ټرمپ هرکلی یې وکړ.

ارګ وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو ټینګار پر دې وکړ، چې که طالبان په رښتیا هم د سولې توافق غواړي، نو لومړی باید اوربند اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122648

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122648/

جمهور
  https://www.jomhornews.com