سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې په هلمند ولایت کې د ملي اردو د سرحدی لوا قوماندان جنرال ظاهر مقبل د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې وژل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د لیندۍ ۹ مه د هلمند ولایت د ناوې او مارجې ولسوالۍ تر منځ به غځېدلې لار رامنځ ته شوې ده.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان همدرد جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د سرحدي لوا قوماندان جنرال مقبل له ناوې د مارجې ولسوالۍ پر لور روان و، چې د لارې په اوږدو کې یې پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.
نوموړي زیاته کړه، لومړني معلومات ښي، چې په دغه چاودنه کې د سرحدي لوا قوماندان جنرال ظاهر مقبل خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوه خبریال په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
که څه هم ده په چاودنه کې یوازې د شمشاد تلوېزیون د یوه خبریال د ټپي کېدو پخلی وکړ او نوم یې وانخست خو ځينې سرچینې وایي، چې دا خبریال په هلمند کې د شمشاد تلوېزیون خبریال سردار محمد سروروي دي.
سردا محمد سروري پر داسې مهال په هلمند ولایت کې د ماین په چاودنه کې ټپي کېږي، چې دوه کاله وړاندې په هلمند کې د اریانا تلوېزیون یوه خبریال نعمت الله هم د سړک د غاړې په ورته بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل