۰
ولسي جرګه:

ټاکنیز اعتراضونه د جدي خطر زنګ دی، نباید تېرو تیارو ته وروګرځو

شنبی ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۸
ولسي جرګې ټاکنیز اعتراضونه د ټاکنو کمېسیون لپاره د خطر جدي زنګ وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه کمېسیون نباید اجازه ورکړی، چې هېواد بیا تېرو تیارو ته وروګرځي.
ټاکنیز اعتراضونه د جدي خطر زنګ دی، نباید تېرو تیارو ته وروګرځو
ولسي جرګې ټاکنیز اعتراضونه د ټاکنو کمېسیون لپاره د خطر جدي زنګ وباله او ټینګار یې وکړ، چې دغه کمېسیون نباید اجازه ورکړی، چې هېواد بیا تېرو تیارو ته وروګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس میررحمان رحماني د جرګې د نن شنبې لیندۍ ۹ مې په غونډه کې پرونیو لاریونونو ته په اشارې و ویل، چې د ثبات او همپالنې ټیم پرونی لاریون د ټاکنو کمېسیون لپاره د خطر یو زنګ دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون باید د خلکو مشروع غوښتنو ته ځواب و وایي، او ثباته کړي، چې په درغلیو د برخلیک ټاکلو ته اجازه نه ورکوي.

د ولسي جرګې رییس دا هم و ویل، چې په سړکونو او واټونو زور وهل د هېچا په ګټه نه دي او دغه کار یوازې د افغانستان دښمنانو ته ګټه رسوي.

هغه و ویل«د افغانستان دښمنان د افغانستان په اړه وېروونکي خوبونه ویني او موږ باید اجازه ورنکړو، چې یو ځل بیا تېرو تیارو ته وګرځو او یا هم د ټاکنو خوند د خلکو ستونیو کې تریخ شي.»

د جرګې بل غړي عبدالظاهر سالنګي هم و ویل، چې د ټاکنو بحثونه ګرم شوي او کمېسیون باید یوازې بایومتریک رایې حساب کړي تر چې خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

د هغه په وینا د یو میلیون ټوپکي یا تقلبي رایو موضوع چې په کمېسیون کې ده، د دغه کمېسیون باور ته زیان رسولی او باید چې مخنیوی یې وشي.

د جرګې بل غړي شېر محمد آخندزاده هم په ټاکنو کې درغلۍ ته په اشارې و ویل، پر ولسمشر غني غږ کوي، چې ځان له خلکو سره لاس و ګرېوان نه کړي، ځکه په وینا یې خلک نور نه غواړي.

هغه تور پورې کړ، چې ولسمشر غني په تېرو پنځو کلونو کې پنځه لوی خیانتونه کړي، چې په خبره یې یو پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیمو غځولو اجازه وه، تورخم یې د بندر په توګه په رسمیت وپېژاند، بودجه یې چور کړه او ان پښتانه یې په غلجیانو او درانو سره و وېشل.

نوموړي هم د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ، ویې ویل، هر چا چې په ټاکنو کې درغلي کړې، هغه ملي خاین پېژندل کېږي.

 شېرمحمد اخندزاده دا هم و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون باید د اعتراض کوونکو غږ واوري او د دغه ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي او له سره ټاکنې وکړي.

خو د ولسي جرګې یوې بلې غړې وږمې صافۍ و ویل، چې د ثبات او همپالنې ټیم باید بیا رای شمېرنې څخه وېره ونه لري او کمېسیون پرېږدی، چې څېړنې وکړي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

ولسي جرګه په ټاکنیزو اعتراضاتو پر داسې مهال اندېښنه شي، چې پرون د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم ملاتړ کابل کې لاریون وکړ او دغه ټیم له کمېسیون څخه د ۳۰۰ زره رایو د باطلېدو غوښتنه وکړه.

خو د ټاکنو کمېسیون وایي، لاریون د هر چا حق دی او دوی د ټاکنو ټیمونو اعتراضاتو ته درناوی لري، خو نه شي کولي په غیر قانوني توګه رایې باطلې اعلان کړي.

کمېسیون وایي، ټاکنیز ټیمونه دي، اجازه ورکړي، چې په ۷ پاتې ولایتونو کې هم بیا رای شمېرنه بشپړه شي، او که چېرته غیر بایومتریک رایې وې کمېسیون به یې هم باطلې اعلان کړي.

خو د قانون له مخې وړاندې له دې چې رایې بیا وشمېرل شي او کره والی او نه کروالی یې معلوم نه وي، نه شي کولی، چې رایې باطلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي