ناټو پر افغانستان مهمه غونډه جوړوي

10 قوس 1398 ساعت 8:07

ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې به ناټو سازمان د افغانستان په اړه مهمه غونده جوړه او په کې به د دغه هېواد په اړه خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې به ناټو سازمان د افغانستان په اړه مهمه غونده جوړه او په کې به د دغه هېواد په اړه خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه به د روانې میلادي میاشتې په درېیمه او څلورمه لندن کې جوړ شي او په کې به د یاد سازمان د غړو هېوادونو ولسمشران برخه واخلي.

ناټو چارواکي وايي، په دې غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر ماموریت او راتلونکې خبرې کېږي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی به همدا راز پر دې هم خبرې وکړي چې څنګه وکړی شي داعش ډله په بشپړه توګه له افغانستان ورکه کړي او همدا راز اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.

نوموړي پرون په بروکسل کې د یوې خبري ناستې پر مهال هم ویلي چې افغانستان کې داعش ډله له ماتې سره مخ شوې او ناټو به اجازه ورنه کړي، چې بیا سر راپورته کړي.

ینس سټولټنبرګ دا هم زیاته کړې وه، چې دوی د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د دغه ځواکونو روزنې او ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د ناټو مشر په افغانستان کې په ځانګړې ډول په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو هرکلی او ملاتړ هم کړی و او ټینګار یې کړی و، چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده.

هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ کړی و، چې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره نرمي وښي او د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com