د سولې عالي شورا:

طالبان باید له ټولو اړخونو سره اوربند ته غاړه کېږي

10 قوس 1398 ساعت 8:21

د سولې عالي شورا وایي، یوازې له امریکا سره اوربند د افغانستان په ګټه نه دی او طالبان باید د ټولو اړخونو سره اوربند ته غاړه کېږدي.


د سولې عالي شورا وایي، یوازې له امریکا سره اوربند د افغانستان په ګټه نه دی او طالبان باید د ټولو اړخونو سره اوربند ته غاړه کېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل ته د ټرمپ د سفر او څرګندونو وروسته ځینو طالب سرچینو رسنیو ته ویلي و، چې دوی لومړی د امریکایانو سره اوربند کوي او وروسته به په بین الاافغانی خبرو کې د افغان ځواکونو سره پر اوربند بحث وکړي.

ټرمپ د بګرام په پوځي اډه کې د خبرو پر مهال ویلي و، چې طالبان غواړي سوله وکړي او امریکا هم د سولې خبرو ته چمتو ده.

خو په وینا یې طالبان باید د مذاکراتو د پیل لپاره اوربند ته غاړه کېږدي او تاوتریخوالی کم کړي.

د ټرمپ له دغه څرګندونو وروسته ځینې طالب سرچینو د نوموړي دا خبرې له وخته مخکې وبللې خو ویلي یې و، چې لومړی به امریکا د مخنکنیو ۹ میاشتونو خبرو کې کړې مصوبې لاسلیکوي، چې ورسره سم به طالبان هم له امریکايي ځواکونو سره اوربند اعلان کړي.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې طالبان به په دواړه پړاونو کې اوربند اعلان کړي.

د هغه په وینا له امریکا سره به هغه مهال اوربند اعلان کړي، چې امریکایي لوری د مخکنیو خبرو مصوبې لاسلیک کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې په لومړي پړاو کې فکر نه کوي، چې طالبان د له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړي خو زیاتوي، چې که حکومت او طالبان په بین الاافغاني خبرو کې سره موافقې ته ورسېږي نو طالبان به افغان ځواکونو سره هم اوربند اعلان کړي.

همدې ته په اشارې د سولې عالي شورا وایي، یوازې له امریکا سره اوربند د افغانستان په ګټه نه دی او طالبان دې له ټولو اړخونو سره اوربند ته غاړه کېږدي.

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد وایي، دغه ګنګوسې دوی هم اورېدلې چې طالبان به له امریکایي لوري سره اوربند کوي او د افغان ځواکونو سره به یې جګړه روانه وي.

حاجي دین محمد ټینګار کړی، چې که اوربند کېږي نو باید د ټولو اړخونو تر منځ وي، ځکه یوازې له امریکا سره اوربند کول د افغانانو او افغانستان په ګټه نه دی.

د هغه په وینا د سولې د هڅو یو هدف دا دی چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او دلته افغان وژنه بس شي نو طالبانو ته په کار ده چې هر اړخیز اوربند ته غاړه کېږدي او په دې توګه د سولې په فضا کې د خبرو دوام ته لار هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ولسي جرګې هم همدې ته په اشارې و ویل، دا د منلو نه ده، چې طالبان دې له امریکا سره اوربند کوي، خو افغان وژنې ته به دوام ورکوي.

د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل«د افغانستان خلکو ته دا مساله د منلو نه ده، چې طالبان دې له امریکا سره معامله وکړي، ولې د افغانستان د خلکو وژنې ته دوام ورکوي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 122672

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122672/

جمهور
  https://www.jomhornews.com