وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د سولې په اړه خبرې یو ځل بیا تودې شوې، ځینې سرچینو ویلي ښایي د سولې بین الافغاني غونده په جرمني کې تر سره شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سولې خبرې هغه مهال بیا ګرمې شوې، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو د استازو سره څلور ورځنۍ پټې خبرې وکړې.
تر دې پټو خبرو یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له فاکس نیوز تلوېزیون سره مرکه کې ویلي، چې اداره یې طالبانو سره د سولې د خبرو پر میکانېزم کار کوي.
په ورته وخت کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي هم ویلي و، چې په افغانستان کې د سولې د راتګ او خبرو د بریالي کېدو چانس د بل هر وخت په پرتله زیات شوی دی.
له دې وروسته ټرمپ کابل ته راغی او د تېرې پښنبې په ماښام یې د بګرام په پوځي اډه کې د خپلو ځواکونو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پر مهال و ویل، چې طالبان هم سوله غواړي او امریکا هم سولې ته چمتو ده، خو ټینګار یې وکړ، چې طالبان باید لومړۍ اوربند وکړي او د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.
خو طالبانو په یې په غبرګون کې و ویل، چې امریکا د لومړۍ مخکني مصوبې لاسلیک کړي او دوی به په فوري توکه له امریکا سره اوربند اعلان کړي.
همدې ته په کتو ځینو سرچینو اوس ویلي، چې کېدای شي، د سولې بین الاافغاني غونده په جرمني کې جوړه شي.
ویل کېږي په دې اړه په دې اړه د جرمني ديپلوماتانو او طالبانو ترمنځ خبرې هم شوې دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تایید کړې وه، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي او د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په قطر کې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب پلاوی سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
سرچینې وایي، د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارک پوتزل په قطر کې په همدې تړاو د طالبانو له استازو سره خبرې کړې او د هغوی نظر له افغان حکومت سره شریکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل