دفاع وزارت:

لوګر کې د طالبانو د نشه يي توکو یوه لویه کارخانه له منځه وړل شوې

10 قوس 1398 ساعت 11:19

ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د وسله ولو طالبانو د نشه يي توکو او ماین جوړونې د دوه لویو کارخانو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په لوګر ولایت کې د وسله ولو طالبانو د نشه يي توکو او ماین جوړونې د دوه لویو کارخانو د کشف او له منځه وړلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یکشنبې د لیندۍ ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو د نشه يي توکو او ماین جوړولو یوه لویه فابریکه له منځه وړل شوې ده.

دفاع وزارت وایي، دا د طالبانو د مالي سرچینو یوه تر ټولو ستره منبع وه، چې له منځه یووړل شوه.

دغه راز دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د ماین جوړونکې یوه بله فابریکه هم له منځه وړې او ۳۰ کړۍ ماینونه یې کشف کړي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د طالبانو دوه موټر او ۸ موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي او یو ماین جوړونکی نیول شوی دی.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزرات وایي، پولیسو په کندوز ولیت کې د طالبانو د وسلو یوه لویه زېرمه کشف او له منځه وړې ده.

کورنیو چارو وزارت په خبرپانه کې ویلي، له دغه مرکز څخه ۲۰۰ فیره د راکټ مرمۍ هم د افغان ځواکونو ته لاس ورغلي.

د جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122683

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122683/

جمهور
  https://www.jomhornews.com