امریکا:د الوتکې لوېدو په پېښه کې ۹ تنه وژل شوي

10 قوس 1398 ساعت 13:27

د امریکا به جنوبي ایالت ډکوټا کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د امریکا به جنوبي ایالت ډکوټا کې د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لوېدیځې رسنۍ وايي، دغه الوتکه د جنوبي ایالت ډکوټا د شیمبرلین ښار څخه  ایډاهو ایالت ته د تګ په موخه هوا ته د پورته کېدو پر مهال له ستونزو سره مخ شوې او را غورځېدلې ده.

چارواکي وایي، په دغه الوتکه کې ټولټال ۱۲ تنه سپاره و، چې د پيلوټ او دوه ماشومانو په ګډون ۹ تنه یې وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

د الوتکې د غورځېدو لامل خرابه هوا ښودل شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122689

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122689/

جمهور
  https://www.jomhornews.com