د ننګرهار اچین کې د داعش ضد عملیات پای ته ورسېدل

10 قوس 1398 ساعت 14:54

سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیات د دغه ډلې د سلګونو جنګیالیو په تسلیمېدو، وژل کېدو او ټپي کېدو سره پای ته ورسېدل.


سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د داعش ضد عملیات د دغه ډلې د سلګونو جنګیالیو په تسلیمېدو، وژل کېدو او ټپي کېدو سره پای ته ورسېدل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار په اچین کې چې د داعش تر ټولو پیاوړی مرکزونه په کې و، د افغان ځواکونو عملیات له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې روان وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، اوس دغه عملیات پرون شنبې د لیندۍ ۹ مه پای ته رسېدلي دي.

د هغه په وینا د عملیاتو پر مهال داعش تر زرو پورې جنګیالي او د هغوی د کورنیو غړي افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

دی وایي، چې پرون هم د داعش ۳۲ غړي د خپلو کورنیو له غړو، ښځو او ماشومانو او وسلو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

په ورته وخت په ختیځ کې د پوځ چارواکي وایي، د داعش ضد عملیاتو کې له دوی سره بهرنیو ځواکونو هم همکاري کوله او پر مهال یې د داعش سلګونه غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په ټول کې سیمه ییز چارواکي وايي، اچین کې د داعش مرکزونه له منځه وړل شوي او هلته اوس د نویو امنیتي پوستو د جوړېدو اړتیا ده، تر چې خلک بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

د یادونې ده، چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ننګرهار ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې اعلان وکړ.

تر دې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې و ویل، چې افغان ځواکونو د داعش پر وړاندې مبارزه کې رښتیا پرمختګ کړی دی.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پرون په بلجیم کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي و، چې افغان ځواکونو داعش ډله ماته کړې او ناټو به یې ملاتړ ته دوام ورکړي، تر څو دغه ډله بیا سر راپورته نه کړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 122696

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122696/

جمهور
  https://www.jomhornews.com