ننګرهار کې ۴۹ نور داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

11 قوس 1398 ساعت 8:29

سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې ۴۹ نور داعش جنګیالي له خپلو مېرونو او ماشومانو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې ۴۹ نور داعش جنګیالي له خپلو مېرونو او ماشومانو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاته کړې، چې دغه داعشیان پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د په اچین ولسوالۍ کې  افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغه۴۹ داعش وسله والو سره ۲۱ مېرمنې او ۴۳ ماشومان هم و، چې افغان ځواکونو ته تسلیم شول.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، تسلیم شویو داعشیانو له ځان سره خپلې سپکې او درنې وسلې  هم افغان ځواکونو ته تسلیم کړې دي.

د یادونې ده، چې  په ننګرهار ولایت کې له تېرې یوې نیمې  میاشتې راهیسې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو عملیات پیل شوي دي، چې له امله یې د چارواکو په وینا تر اوسه پورې کابو زر تنه داعشیان له خپلو ښځو او ماشومانو سره یو ځای افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، په دې  عملیاتو کې د داعش مهم او لوی مرکزونه چې تر ډېره په اچین ولسوالۍ کې و، له منځه وړل شوي او دغه راز سلګونه داعش جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ولسمشر په ننګرهار کې د داعش د بشپړې ماتې  اعلان کړي او امریکا او ناټو هم ویلي، چې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو په عملیاتو کې رښتیا پرمختګ شوی دي.

جمهورخبري آژانس: ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 122702

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122702/

جمهور
  https://www.jomhornews.com