کابل کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي

11 قوس 1398 ساعت 9:00

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی او دوه تنه په کې وژل شوي دي.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې پر افغان امنیتي ځواکونو وسله وال برید شوی او دوه تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وسله وال برید نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د څرخي پله ته څېرمه د یکه توت په سیمه کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، په دغه وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالی شوي خو پولیس یې د موندلو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې ځینې نورې امنیتي سرچینې وايي، په دغه وسله وال برید کې څلور تنه وژل شوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې وژل شوي کسان امنیتي سرتېري دي او که ملکي وګړي.

د برید مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 122705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com