ګورباچوف:

امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه و وځي، د ټرمپ پرېکړه سمه ده

11 قوس 1398 ساعت 9:34

د پخواني شوروي اتحاد پخواني ولسمشر میخایل ګورباچوف ویلي، امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي، که نه د رواني جګړې په دوام سره به ټوله سیمه له ګواښ سر مخامخ شي.


د پخواني شوروي اتحاد پخواني ولسمشر میخایل ګورباچوف ویلي، امریکايي ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي، که نه د رواني جګړې په دوام سره به ټوله سیمه له ګواښ سر مخامخ شي.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې ګورباچوف دغه څرګندونې له سي اېن اېن تلوېزیون سره مرکه کې کړې او له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه خورا مهمه بللې  ده.

د هغه په وینا په ‍۱۹۸۹ کال کې باید له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو څخه عبرت واخستل شي او امریکایي ځواکونه هم باید له دې هېواد څخه ووځي.

نوموړي ویلي« امریکا باید له افغانستان څخه ووځي او ځکه د روانې جګړې په دوام سره به ټوله سیمه له خطر سره مخامخ شي، باید په سیمه کې د څو اړخیزو رقابتونو او د یوې بلې جګړې د پیل مخنیوی وشي.»

هغه د افغانستان د سولې پروسې ته هیله مندي ښودلې او وايي، په دې اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه حیاتي پایلې لرلی شي.

نوموړي له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د پرېکړې هرکلی په داسې حال کې کړی دی چې ډونالډ ټرمپ د جمعې په شپه افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې د سولې په اړه هیله مندي ښکاره کړه او د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو يې ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122708

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122708/

جمهور
  https://www.jomhornews.com