طالبانو د سرپل ولایت د صیاد د ولسوال په کور برید کړی دی

11 قوس 1398 ساعت 10:07

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د ولسوال په کور وسله وال برید کړی او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې وسله والو طالبانو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د ولسوال په کور وسله وال برید کړی او پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل،چې  طالبانو تېره شپه د صیاد د ولسوال د استوګنې پر کور حمله کړې  ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو په دغه برید کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او د ولسوال د یوه ساتونکي په ګډون دې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د طالبانو په دغه برید کې د راکټ څو مرمۍ د ولسوال په کور لګېدلې او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: سرپل
 


د مطلب کود: 122710

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122710/

جمهور
  https://www.jomhornews.com