د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

معترض انتخاباتي ټکټونه د ستونزو د حل لپاره خبرو ته چمتو نه دي

11 قوس 1398 ساعت 14:52

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، معترض انتخاباتي ټکټونه د رامنځ ته شویو ستونزو په اړه د کمېسیون له مشرتابه سره خبرو ته چمتوالی نه لري.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، معترض انتخاباتي ټکټونه د رامنځ ته شویو ستونزو په اړه د کمېسیون له مشرتابه سره خبرو ته چمتوالی نه لري.

خو معترض ټکټونه د ټاکنو کمېسیون د یوه ټیم په ملاتړ تورنوي او ادعا لري، چې دغه کمېسیون د یوه ټیم په لارښوونوعمل کوي او خپله خپلواک یې تر سوال لاندې راوستې، چې په وینا یې د کار پایله یې هم مشروعیت نه لري.

معترضو انتخاباتي ټکټونو له کمېسیون څخه غوښتی، چې ۳۰۰ زره رایې چې کمېسیون یې د بیا شمېر غوښتنه لري، باطلې کړي، خو کمېسیون وايي، تر چې دوی بیا شمېرنه نه وي کړې هېڅ یوه رایه هم نه شي باطلولی.

د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی په غیر قانوني ډول رایې نه شي باطلولی او ټاکنیز ټيمونه دې هم ترې دا غوښتنه او تمه نه لري.

د کمېسیون چارواکي وایي، دوی حاضر دي، چې د راپورته شویو ستونزو په اړه له معترضو انتخاباتي ټکټونوسره خبرې اترې وکړي، خو په وینا یې هغوی چمتو نه دي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي نن دوشنبې د لیندۍ ۱۱مه جمهورخبري آژانس ته وویل، چې د کمېسیون دروازې د انتخاباتي ټیمونو پر مخ خلاصې دي، خو په وینا یې تر اوسه دغه ټاکنیز ټيمونو د اختلافي مسایلو د حل په موخه له کمېسیون سره خبرو ته نه دي حاضر شوي.

نوموړي پر معترضو انتخاباتي ټیکټونوغږ وکړ، چې کمېسیون ته ورشي او د داخلي او بهرنیو څارونکو پر وړاندې د اختلافي مسایلو پر سره ورسره خبرې  وکړي او حل لار راوباسي.

د هغه وینا په داسې حال کې، چې د ټاکنو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې پبروسه بشپړه کړې، خو په ۷ ولایتونو کې لا هم د ځينو انتخاباتي ټکټونو د اعتراض له امله دغه پروسه نه ده پیل شوې.

عبدالعزیز ابراهیمي وایي، اوس په کمېسیون کې د ۲۷ تفتیش شویو ولایتونو د معلومات درج کول جریان لري او کله چې دغه جمع بندي پای ته ورسېږي او که له معترضو ټکټونو سره کمېسیون کومې موافقې ته ونه رسېږي، نو هغه مهال به بیا د قانون سره سم د ټاکنو د پایلو د اعلان لپاره نوی تصمیم ونیسي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 


 


د مطلب کود: 122729

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122729/

جمهور
  https://www.jomhornews.com