ټرمپ: افغانستان ته مې سفر بریالی وو

12 قوس 1398 ساعت 7:57

د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته خپل وروستی سفر ډېر عالي او بریالی بللی دی.


د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته خپل وروستی سفر ډېر عالي او بریالی بللی دی.

د جمهور آژانس ولسمشر ټرمپ چې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۱مه د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره لندن ته روان و دغه څرګندونې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې.

نوموړي د واشنګټن په هوايي ډګر کې خبریالان ته وویل، چې افغانستان ته یې وروستۍ سفر او له افغان ولسمشر غني سره لیدنه عالي وه.

هغه زیاته کړه«افغانستان ته تګ مې خوښ شو، ډېر کسان مې ولیدل، د ولسمشر اشرف غني په ګډون عالي و، خوښ شوم چې هغوی مې ولیدل، افغانستان ته مې  سفر ډېر بریالی و، اوس لندن ته روان یم، د ناټو غونډې ته ځم او د ډېرو هېوادونو له مشرانو سره به وګورم.»

د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ د تېرې پنجنشبې په ورځ د نومبر ۲۸ مه په ناڅاپي سفر د خپلو سرتېرو د لیدو لپاره د افغانستان د بګرام پوځي اډې ته ورسېد.

نوموړي هلته له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او له طالبانو سره یې د سولې مذاکراتو د بیا پیلېدو په اړه خبري وکړې.

د افغانستان ولسمشر له ښاغلي ټرمپ سره د لیدو پر مهال د خپل هېواد له لوري د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې او دواړو لورو وویل چې په دې هېواد کې د تل پاتې سولې راوستو لپاره باید طالبان د اوربند وړاندیز ومني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com