د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي.
پیرز کزالي:
ناټو به افغانستان کې په خپل ماموریت ټینګار وکړي، طالبان باید ځینې مسایل ومني
12 قوس 1398 ساعت 9:54
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي.
د ناټو د عمومي منشي مرستیال ویاند پیرزکزالي وايي، د ناټو غړو هېوادونو مشران به د نورو مسایلو تر څنګ له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې هم خبرې وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، په دغه غونډه کې به ناټو په افغانستان کې د خپل روزنیز ماموریت په ملاتړ او دوام هم ټینګار وکړي.
د هغه په وینا د ناټو یوه هڅه دا ده، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت د پراختیا مخینوی وکړي او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
نوموړي دا هم ویلي، چې ناټو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې طالبانو د خبرو مېز ته حاضر شي.
دی وایي، مهمه دا ده، چې طالبان په رښتینې ما د سولې د مذاکراتو لپاره حاضر شي، جوړجاړی وکړي او ځینې مسایل ومني.
د ناټو مرستیال ویاند زیاتوي، چې که داسې وشي نو د سولې د موافقې لپاره به ښه زمینه برابره شي.
د یادونې ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران سبا چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه لندن کې سره راغونډ او دوه ورځې به پر یو لړ نړیوالو مسایلو خبرې اترې وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه غونډې ته ور روان شوی او وايي، د ناستې په څنډو کې به د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره وګوري.
جمهورآژانس:کابل
د مطلب کود: 122748
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122748/