د امریکا دفاع وزیر:

اړینه نه ده، چې د سرتېرو کمول د طالبانو سره د سولې په هوکړې پورې وتړو

12 قوس 1398 ساعت 10:17

د امریکا دفاع وزیر وايي کېدای شي له افغانستان څخه یو شمېر امریکایي سرتېري و ایستل شي، خو په وینا یې دا اړینه نه ده، چې دا کار دې د طالبانو سره د سولې د هوکړې له مخې وشي.


د امریکا دفاع وزیر وايي کېدای شي له افغانستان څخه یو شمېر امریکایي سرتېري و ایستل شي، خو په وینا یې دا اړینه نه ده، چې دا کار دې د طالبانو سره د سولې د هوکړې له مخې وشي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې مارک اسپر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا که لازمه وګڼله له هوکړې پرته هم دا کار کولی شي.

نوموړي لندن ته د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره تر روانېدو وړاندې و ویل مهمه دا ده، چې امریکا او متحدین یې ډاډه شي، چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

مارک اسپر زیاته کړې، امریکا له څه وخت راپدېخوا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه هم په داخل او هم له ناټو سره خبرې کوي.

نوموړي ویلي«زه باور لرم، چې موږ کولای شو په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړو، څو دا ډاډ تر لاسه کړو، چې دغه هېواد نور د تروریستانو لپاره خوندي ځای نه دی او هم له دغه هېواد څخه امریکا ته ګواښ نه دی متوجه، زموږ شریکانو هم د خپلو سرتېرو ایستل منلي.»

مارک سپر د افغان سولې  په اړه ویلي، اوربند ته د دواړو لوریو د درناوي له کبله تاوتریخوالی کمېدلی شي خو په وینا یې امریکايي پوځیان په افغانستان کې دوه نورو ډلو داعش او القاعدې ته هم متوجه دي.

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اونۍ افغانستان ته د یو نا اعلان شوي سفر پرمهال په دغه هېواد کې د امریکايي سرتېرو د احتمالي کمولو خبر ورکړ او همدارنګه یې وویل، چې طالبان به هم اوربند ته حاضر شي.

ټرمپ همدارنګه ویلي و، چې د ښکېلو اړخونو لخوا د اوربند مراعتول به په افغانستان کې د تاوتریخوالې له راکمولو سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 122750

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122750/

جمهور
  https://www.jomhornews.com