دفاع وزارت د ۱۰۰ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی

12 قوس 1398 ساعت 11:04

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دي.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۱۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو څلورویشت ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په کاپیسا، فراه، تخار، غزني، میدان وردګ، زابل، کندهار، هلمند، هرات، ننګرهار او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او د ۸ شکمنو کسانو په ګډون ۱۶ طالبان نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت پرون هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۷۰ طالبان د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122753

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com