امریکا په لوګر کې د جنسي ځورونو د ادعاوو د څېړلو غوښتنه کړې ده

12 قوس 1398 ساعت 11:07

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي، د افغانستان په لوګر ولایت کې د جنسي ځورونو راپورونه باید په دقیق ډول وڅېړل شي.


د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي، د افغانستان په لوګر ولایت کې د جنسي ځورونو راپورونه باید په دقیق ډول وڅېړل شي.

د جمهور آژانس د خبر مېرمن ویلز زیاته کړې، چې د ماشومانو او زده کوونکو جنسي ځورونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او دغه ډول پېښې باید دقیقې و څېړل شي.

نوموړې ټينګار کړي، چې افغان حکومت او لویه څارنوالي لوګر کې د جنسي ځورونې ادعاوې او راپورونه په دقیق ډول وڅېړي.

په ورته وخت کې افغان حکومت ویلي، لویه څارنوالي او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه مسله په هر اړخیزه توګه څېړي او ډېر ژر به یې پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

د یادونې ده، چې د لوګر په ځینو ښوونځیو کې د جنسي ځورونې موضوع څه موده وړاندې د دغه ولایت د مدني ټولنې د رییس او د هغه د یوه همکار له خوا راپورته شوه، چې  ګڼ غبرګونونه یې وپارول.

نوموړي په خپل راپور کې ادعا کړې وه، چې د لوګر یوازې په شپږو ښوونځیو کې تر پنځه سوه پورې ماشومان په جنسي توګه ځورول شوي دي او دا راپور برېتانوۍ ګارډین ورځپاڼې خپور کړ.

خو تر هغې وروسته چې د ملي امنیت له خوا ونیول شول، دوی په خپلو خبرو کې  اعتراف وکړ، چې په راپور کې ترې تېروتنې شوې او په غیر مسلکي ډول یې چمتو کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com