مشرانو جرګې د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه تایید کړه

12 قوس 1398 ساعت 13:06

مشرانو جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه چې ۴۲۸ میلیادر افغانۍ اټکل شوې د رایو په اکثریت سره تایید کړه.


مشرانو جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه چې ۴۲۸ میلیادر افغانۍ اټکل شوې د رایو په اکثریت سره تایید کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه ۱۶ ورځې وړاندې د مالیې وزرات د مالي مرستیال زاهد همدرد له خوا د سناتورانو د وړاندیزونو او نظر اخستو په موخه مشرانو جرګې ته معرفي شوې وه.

سناتورانو له تېرو څو ورځو راهیسې پر دغه بودجه بحثونه درلودل، چې باالاخره یې د نن سه شنبې لیدنۍ ۱۲ مې په عمومي غونډه کې د اقتصادي کمېسیون له خوا غونډې ته وړاندې او د رایو په اکثریت سره تایید شوه.

د مشرانو جرګې د اقتصادي کمېسیون مشر عظیم قویاش و ویل، چې د بوجه په اړه د سناتورانو ټول نظریات او وړاندیزوه جمع شوي او د بودجه د طرحې سره به د ضمیمې په توګه یو ځای شي.

د هغه په وینا مالیې وزارت ژمنه کړې، چې د ۱۳۹۹ کال په ملي بودجه کې به د سناتورانو له خوا وړاندیز شوې وړې او د پلي کېدو وړ پروژې ځایو.

خو ځینو ستانورانو بیا نیوکه کوله، چې مالیې وزارت په بودجه کې  د سناتورانو وړاندیزو او نظریاتو ته ځای نه ورکوي، او نه یې هم په تېرو کلونو کې د سناتورانو کومه وړاندیز شوې پروژه عملي کړې.

سناتور لالا ګل و ویل، چې مالیې وزارت په تېر کې هم د سناتورانو په وړاندیز کومه پروژه نه ده منلې او اوس هم د دوی نظریاتو ته ځای نه ورکوي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار هم و ویل، چې د ۹۹ کال په ملي بودجه کې د توازن نشتوالی، د پروژ د کیفیت ټیټوالۍ، د دولت له تشکیلاتو بېرون د موازې ادارو شتون لویې ستونزې دي، چې ولسي جرګه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، دا چې سنا مجلس په بودجه کې د تعدیل واک نه لري، نو تمه لري، چې د ولسي جرګې غړي به دغه ستونزو ته پام وکړي.

په پای کې د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار له خوا د ۹۹ کال ملي بودجه رای ته وړاندې شوه، چې د رایو په اکثریت سره د سناتورانو له خوا تایید شوه.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۹ کالي ملي بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ اټکل شوې، ۲۸۹ میلیارده یې د دولت عادي لګښتونه او ۱۳۹ میلیارده یې د دولت پرامختیايي لګښتونه جوړوي.

باید و ویل شي، چې دغه ملي سند به تر دې وروسته د تصویب لپاره ولسي جرګې ته معرفي کېږي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 122762

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122762/

جمهور
  https://www.jomhornews.com