د جرمني دفاع وزیر:

تمه ده د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې ژر اعلان او ټولې خواوې یې ومني

12 قوس 1398 ساعت 14:45

د جرمني دفاع وزیرې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه خبري کنفرانس کې تمه وښوده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به ژر اعلان شي.


د جرمني دفاع وزیرې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه خبري کنفرانس کې تمه وښوده، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به ژر اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني دفاع وزیرې انګرېت کرمپ کرنباور نن سه شنبې د لیندۍ ۱۲مه کابل کې د ولسمشرۍ غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې و ویل هیله لري، چې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې هر څه ژر اعلان او ټولو ښکېلو لوریو ته د منلو وړ وي.

مېرمن کرامپ کارنباور افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پایله کې د داسې ځواکمن حکومت د جوړېدو هیله وکړه چې د سولې خبرې لا پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې دوی یو ګډ هدف لري او هغه دا دی چې افغانان په امنه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

د هغې په وینا جرمني د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي او دغه راز به د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ته هم دوام ورکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني هم یادې خبري ناستې ته په خبرو کې د المان له هر اړخیزو مرستو د مننې تر څنګ ویلي چې یاد هېواد د اروپایي ټولنې په چوکاټ کې له افغانستان سره پام وړ همکارۍ کړې دي او په سیمه کې یې د یو باثباته افغانستان لپاره ډېر زیار ګاللی دی چې دوی یې قدراني کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122773

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122773/

جمهور
  https://www.jomhornews.com