چین او پاکستان ګډ پوځي تمرینات پیلوي

13 قوس 1398 ساعت 9:06

د چین دفاع وزارت خبر ورکړی، چې پوځیان یې پاکستان ته تلو په حال کې دي تر څو له پاکستاني ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات تر سره کړي.


د چین دفاع وزارت خبر ورکړی، چې پوځیان یې پاکستان ته تلو په حال کې دي تر څو له پاکستاني ځواکونو سره ګډ پوځي تمرینات تر سره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین دفاع وزارت په خپره کړې  اعلامیه کې ویل  شوي، چې پاکستان ته د چینايي پوځیانو تګ به سره له همدې اونۍ پیل او تر یوې میاشتې پورې به له پاکستاني ځواکونو سره یو ځای پوځي تمرینات تر سره کړي.

ویل کېږي د دغه ګډو پوځي تمریناتو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي همکاریو پراختیا او له ترهګرۍ سره په ځانګړې ډول د دواړو هېوادونو د ګډو طرحو د ګواښونو پر ضد ده.

دا ګډ پوځي تمرینات پر داسې مهال پیلېږي، چې همدا اوس د دواړو هېوادونو تر منځ د ۵۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د ورېښمو نوې لارې په چوکات کې اقتصادي کوردور د جوړېدو په حال کې دی او دواړه لوري پر دغه ګډو طرحو د بريدونو وېره لري.

د یادونې ده، چې دا د چین او پاکستان تر منځ اوم ځلي پوځي تمرینات دي، چې د پوځي همکاریو د پراختیا او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یې تر سره کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 122782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com