ارګ کې د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی او ولسمشر د نوي دولتي هوايي شرکت د جوړولو د اقتصادي ارزونې سپارښتنه کړې ده.
د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی دی
13 قوس 1398 ساعت 9:17
ارګ کې د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی او ولسمشر د نوي دولتي هوايي شرکت د جوړولو د اقتصادي ارزونې سپارښتنه کړې ده.
ارګ کې د باختر هوایي شرکت د جوړېدو پر طرحه بحث شوی او ولسمشر د نوي دولتي هوايي شرکت د جوړولو د اقتصادي ارزونې سپارښتنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني تېره ورځ (سه شنبې د لیندۍ ۱۲مه) ناوخته د آریانا افغان هوايي شرکت له کارکوونکو او مشرتابه سره کتلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په لیدنه کې په یاد شرکت کې د ژورو اصلاحاتو پر راوستلو او د باختر په نامه د نوي هوايي شرکت د جوړولو پر طرحه هم خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي ولسمشر سپارښتنه کړې چې د دغه شرکت د جوړېدو اقتصادي ارزونه دې وشي.
ښاغلي غني دغه راز په آریانا افغان هوايي شرکت کې د ژورو اصلاحات پر راوستو ټینګار کړی او د نویو الوتکو د اخیستو په اړه یې هم بحث کړی دی.
ارګ وایي، همدارنګه په دې لیدنه کې د ظرفیتونو په لوړولو او د نوو پیلوټانو پر روزنه هم ټینګار شوی.
جمهورخبري آژانس:کابل
د مطلب کود: 122784
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122784/