جاپاني الاصله افغان ډاکټر ناکامورا د خپلو ټپونو له کبله ساه ورکړه

13 قوس 1398 ساعت 12:58

د ننګرهار سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا د خپلو ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.


د ننګرهار سیمه ییز چارواکو تایید کړه، چې جاپاني الااصله افغان ډاکتر ناکامورا د خپلو ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ډاکتر ناکامورا پر موټر نن چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه د مرکز جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې ناپېژانده وسله والو برید وکړ.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په لومړي سر کې و ویل، چې په دغه برید کې ډاکتر ناکامورا ټپي شوي، خو درې  ساتونکي، یو موټر چلوونکی او یو بل کس وژل شوی دي.

ډاکتر ناکامورا د لومړۍ درملنې لپاره د ننګرهار روغتون ته وړل شوی و خو د ننګرهار والي و ویل، چې وروسته د بهرنیو ځواکونو په الوتکه کې د بګرام روغتون ته یووړل شو.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل زیاته کړې، چې ډاکتر ناکامورا د ټپونو تاب را نه وړلی شو او په بګرام روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

والي د نوموړي په وژل کېدو ژوره خواشني وښوده او ویې ویل، ډاکتر ناکامورا له کالونو راهيسې په دې ولايت کې د کانالونو، چيک ډيمونو او کرنې په برخه کې په خدمت بوخت و، چې د سيمې زرګونه کسانو ته يې کاري فرصتونه برابر کړي او ګڼ شمېر پروژې يې پلې کړې.

ده زیاته کړه، چې په هېواد کې د بې ګناه افغانانو پر ضد د نا اعلان شوې جګړې په ترڅ کې دښمنان په هغه کسانو باندې تروريستي بريدونه کوي، چې ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار کوي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

باید وویل شي، ډاکټر ناکامورا له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې مېشت و او د کامې د کانال تر څنګ د ښېوې پارک او ګڼو پراختیايي پروژو پلي کوونکی دی.

نوموړي ته څه موده وړاندې افغان ولسمشر د افغانستان افتخاري تابعیت او الکترونیکي تذکیره هم ورکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 122799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com