پروان کې د غلو د یوې ډلې مشر وزیر قلندر له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی

13 قوس 1398 ساعت 13:06

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر وزیر قلندر له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې پروان ولایت کې د وسله والو غلو د یوې خطرناکې ډلې مشر وزیر قلندر له خپلو څلورو ساتونکو سره وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزیر قلند او ساتونکي یې تېره شپه (د لیندۍ ۱۲مه) د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار د دغه خبر په تایید سره وايي، تېره شپه ناوخته له مرکز کابل څخه د ځانګړو ځواکونو قطعه او د غلو د دغه خطرناکې ډلې پر وړاندې یې عملیات تر سره کړي.

نوموړې وايي، ځانګړو ځواکونو غلو مشر وزیر قلندر او څلور ساتونکي یې په جبل السراج ولسوالۍ کې ګیر کړي و، چې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د هغې په وینا وزیر قلندل په جبل السراج کې پېژندل شوی وسله وال غل و چې په وسله والو غلا، وژنو او نورو لویو جنایتونو کې یې لاس درلود.

جمهورخبري آژانس:پروان
 
 


د مطلب کود: 122800

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122800/

جمهور
  https://www.jomhornews.com