د کابل ککړې هوا د ولسي جرګې غړي هم اندېښمن کړي

13 قوس 1398 ساعت 14:45

د ولسي جرګې غړو کابل کې پر ککړه هوا د اندېښنې څرګندونو تر څنګ په حکومت غږ وکړ، چې د دغه ستونزې لپاره دې فوري فوق العاده غونډه جوړه کړي.


د ولسي جرګې غړو کابل کې پر ککړه هوا د اندېښنې څرګندونو تر څنګ په حکومت غږ وکړ، چې د دغه ستونزې لپاره دې فوري فوق العاده غونډه جوړه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس میررحمان رحماني د نن چهارشنبې لیندۍ ۱۳ مې په غونډه کې و ویل، کابل کې  ککړه هوا او ککړ چاپېریال له ترهګرۍ او وسله والو جګړو زیات له خلکو قرباني اخلي.

نوموړي و ویل، چې حکومت باید د خلکو د سون توکو لپاره بدیل پیدا کړي تر څو خلک د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره له غیرې معیاري شیانو سون توکو ګټه وانخلي.

د هغه په وینا د کمېسیونونو مشرانو تېره ورځ پرېکړه کړې، چې د دغه ستونزې د مخنیوي لپاره باید حکومت له اړونده ادارو او بنسټونو سره فوق العاده غونډه جوړکړي او حل لار ورته پیدا کړي.

د جرګې بل غړي سید احمد سېلاب هم وویل، چې د ککړې هوا له امله د کابل ټول روغتونونه د تنفسي ناورغانو څخه ډک دي، خو د چاپېریال ساتنې اړوند ادارې دغه ستونزې ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې زیاتره کابل ښاریان د خپلو کورونو د ګرمولو او دغه راز، حمام لونکي، کارخانو والا او نور د تېلو، مبلایلو، پلاستیکونو او زړو ټایرونو څخه ګټه اخلي، چې دغه څه د کابل هوا دوه برابره ککړه کړې، خو اړونده ادارې پرې هېڅ څار نه لري.

هغه پر یو شمېر ښاریانو هم نیوکه وکړه، چې د درې او پنځه میلیون ډالرو په لګښت یې په غیر معیاري او غیر قانوني توګه دنګې ودانۍ جوړې کړې، خو د هوا د تصفیې لپاره د ۳۰ زرو ډالرو سیستم نه اخلي.

ولسي جرګه په کابل کې د هوا په ککړېدو پر داسې مهال اندېښنه ښيي، چې کابل د هوا پېژندنې ادارړ له مخې د نړۍ تر ټولو ککړ ښار دی.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 122814

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122814/

جمهور
  https://www.jomhornews.com