ولسمشرغني او خلیلزاد پر اوربند او د طالبانو په پټنځایونو خبرې کړې

14 قوس 1398 ساعت 7:45

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او ولسمشرغني، ډاکتر عبدالله او یو شمېر نورو سیاسیون سره یې لیدلي دي.


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او ولسمشرغني، ډاکتر عبدالله او یو شمېر نورو سیاسیون سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۴ مه کابل ته راغی او ارګ کې یې له ولسمشر غني سره ولیدل.

ارګ په خپره کړې  خبرپاڼه کې ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې په اړه، له طالبانو سره په اوربند او سولې ته د رسېدو لپاره په بهر کې د طالبانو د پټنځایونو د شتون په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینه وايي، ولسمشر غني خلیلزاد ته خبرو کې پر دې ټینګار کړي، چې له طالبانو سره د سولې خبرو کې  پورته دواړه موضوعات باید په جدي توګه په نظر کې ونیول شي.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په همدې اړه خبرې کړې وې.

ټرمپ څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او په بګرام پوځي اډه کې یې له ولسمشر غني سره ولیدل او دواړو لورو ټینګار وکړ، چې سولې ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي کموالی او اوربند اړین دی.

نوموړي له بېرته ستنېدو وروسته د ناټو د سرمشریزې په درشل کې افغانستان ته خپل سفر او له ولسمشر غني سره لیدنه عالي وبلله.

له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته خلیلزاد د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسیون سره هم لیدلي او پر سوله یې خبرې ورسره کړې دي.

د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو او امریکا د غوښتنو او سولې  ته د رسېدو په اړه معلومات وړاندې کړل.

سرچینه وايي، عبدالله هم د خپل لوري غوښتنې له خلیلزاد سره مطرح کې او ټینګار یې  وکړ، چې د افغانانو لومړیتوب سوله ده او دغه هدف ته د رسېدو لپاره بین الاافغاني مذاکرات او اوربند اړین دي.

خلیلزاد پر داسې مهال بیا د سولې په تړاو کابل ته سفر کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د طالبانو سره د ۹ میاشتنیو خبرو تر لغوه کېدو وروسته یې دوه اونۍ وړاندې په قطر کې  له طالبانو سره څلور ورځې پټې خبرې درلودې.

ځینې طالب سرچینې وايي، د خلیلزاد او طالبانو په وروستۍ لیدنه کې دواړه لوري کلي توافق ته رسېدلي او تر منځ یې ټول اختلافات حل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو پربنسټ دا چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مخکنیو خبرو مصوبې لاسلیک شي ورسره سم به لومړۍ د امریکا او طالبانو تر منځ اوربند وشي او وروسته به بین الاافغاني خبرې پیل او په هغې کې به د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په اوربند خبرې وشي.

خو د طالبانو دغه نظر د افغان سیاسیونو او ولسي جرګې له تند غبرګون سره مخ شو ویې ویل، له امریکا سره اوربند او  افغان وژنې ته دوام ورکول د افغانستان په ګټه نه دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 


د مطلب کود: 122821

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122821/

جمهور
  https://www.jomhornews.com