د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د جرمني له سفی پیتر پروګل سره پر ولسمشرۍ ټاکنو او سولې خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب او ښاغلي پروګل پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه کابل کې سره لیدلي او پر یادو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وايي، ښاغلي محب په دواړو پروسو کې د جرمني له همکاریو مننه وکړه ویې ویل، چې افغان حکومت تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ته ژمن دي.
د هغه په وینا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه، چې له دې ډول مذاکراتو سره چې هر ډول همکاري و ي حکومت ورته چمتوالی لري.
په ورته وخت کې د جرمني سفیر پیتر پروګل ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او جرمني د سفر تر منځ دغه لیدنه داسې مهال تر سره کېږي، چې تر دې یوه ورځ وړاندې د جرمني دفاع وزیره کابل ته راغلې وه او له ولسمشر غني سره یې په ګډ خبري کنفرانس کې د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.
نوموړې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه و ویل، د دوی په شمول ټول دې ته انتظار دي، چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شي او یو نوی حکومت واګې په لاس کې واخلي.
جمهورخبري آژانس:کابل