ولسمشر غني:

پوهنې وزارت کې باید پراخ اصلاحات راوستل شي، ولس دې د پوهنې ملاتړ وکړي

14 قوس 1398 ساعت 8:54

ولسمشر محمد اشرف غني په پوهنې وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی، خو تر څنګ یې له ولس نه هم غوښتي، چې له معارف څخه د ملاتړ لپاره سره یو لاس شي.


ولسمشر محمد اشرف غني په پوهنې وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار کړی، خو تر څنګ یې له ولس نه هم غوښتي، چې له معارف څخه د ملاتړ لپاره سره یو لاس شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۳ مه ارګ کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره په لیدنه کې کړې دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشرغني په خپلو خبرو کې په پوهنې وزارت کې پر پراخو اصلاحاتو ټینګار وکړ خو ویې ویل، چې  تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې ولس د پوهنې ملاتړ وکړي.

ښاغلي غني ویلي، افغانانو ته په کار ده، چې د خپل راتلونکي لپاره سره یو لاس شي، له پوهنې ملاتړ وکړي او د ښونځیو په پرانستلو کې د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.

ولسمشر د پوهنې سرپرست وزیر راپور تر اورېدو وروسته د پوهنې په برخه کې د لا ډېر کار سپارښتنه کړې او ویلي، یې دي، چې د افغانستان د بنسټیز پرمختګ لپاره په پوهنې وزارت کې ډېر کار او پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ښاغلي غني د پوهنې وزارت پر نصاب د پراخ کار غوښتنه کړې ده او دغه راز یې سپارښتنه کړې چې غوره ښوونځي او پیاوړي مدیران باید تشخیص او وستایل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 122827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com