ولسي جرګې له افغانانو سره د بشري مرستو پر کموالي اندېښنه وښوده

14 قوس 1398 ساعت 10:38

ولسي جرګې له افغانستان سره د بشري مرستو پر کموالي اندېښنه او خبرداری یې ورکړ، که په ملي بودجه کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو په خاطر پیسې په پام کې ونه نیول شي انساني ناورین به رامنځ ته ښي.


ولسي جرګې له افغانستان سره د بشري مرستو پر کموالي اندېښنه او خبرداری یې ورکړ، که په ملي بودجه کې اړمنو کسانو ته د بشري مرستو په خاطر پیسې په پام کې ونه نیول شي انساني ناورین به رامنځ ته ښي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې رییس میرحمان رحماني د پرون چهارشنبې لیندۍ ۱۳ مې په غونډه کې و ویل، د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له مخې په هېواد کې د ۴۲ زره بې ځایه شویو اړمنیو کورنیو سره د مرستې لپاره هېڅ  بودجه نشته.

اوچا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې همدا اوس مهال ۴۷ سلنه وګړي بشري مرستیو ته اړتیا لري او دغه شمېر د هوا په سړېدو، جګړې او طبعي پېښو سره ښایي نور هم زیات شي.

په راپور کې راغلي، چې دا مهال په افغانستان کې ټولټال ۱۲ میلیونه وګړي بېړنیو مرستیو ته اړتیا لري او ښايي دغه شمېر تر ۲۰۲۰ کابل پورې ۱۳.۹ میلیونو ته ورسېږي.

اوچا وايي، چې نړیوال مرستندویه ټولنې دا مهال له ۴۲ زره کورنیو سره مرسته کوي او ۱۴زره نورو کورنیو ته هم بودجه لري، خو د ۴۲ زره نورو کورنیو لپاره هېڅ ډول بودجه نشته.

په راپور کې زیاته شوې، چې په افغانستان کې ۴ سوه زره کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي، چې ۹۵ زره کورنۍ یې بېړنیو ژمنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني پر دغه راپور اندېښنه وښوده ویې ویل، چې دا د افغانستان د خلکو واقعي ژوند انځور دی.

هغه د جرګې غړو په تېره بیا د ولسي جرګې مالي او بودجه کمېسیون ته لارښونه وکړه، چې ۱۳۹۹ کال په ملي بودجه کې په جدي ډول په پام کې ونیسي او له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره په بودجه کې ځانګړي کودونه ځای کړي.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۹ کال مالي بودجه چې ۴۲۸ میلیارد افغانۍ اتکل شوې همدا اونۍ د مشرانو جرګې له خوا تایید او د تصویب لپاره به ولسي جرګې ته ولېږل شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 


د مطلب کود: 122835

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122835/

جمهور
  https://www.jomhornews.com