هند د ګاونډیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته تابعیت ورکوي

14 قوس 1398 ساعت 10:52

د هند کابینې پرېکړه کړې، هغه مذهبي اقلیتونو ته به تابعیت ورکوي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.


د هند کابینې پرېکړه کړې، هغه مذهبي اقلیتونو ته به تابعیت ورکوي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هند دا نه دي ویلي چې تر ډېره به دغه وګړي له کوم هېواد منل کېږي خو دا یې مشخصه کړې چې په ګاونډیو اسلامي هېوادونو کې له تاوتریخوالي سره مخ مذهبي اقلیتونه د هند تابعیت اخیستلی شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز راپور ورکړی، چې د هند کابینې ویلي، چې په ګاونډیو اسلامي هېوادونو کې  پرتو مذهبي اقلیتونو ته به تابعیت ورکوي.

د راپور پر بنسټ دا هغه کسان وي، چې  په ګاونډیو هېوادونو کې له تاوتریخوالي او یا نورو ستونزو او توپیري چلندونو سره مخ دي.

دا لومړی ځل دی چې هند د مذهب په اساس ځینو وګړو ته د تابعیت د ورکړې پرېکړه کوي.
 
جمهورخبري آژانس:کابال
 
 


د مطلب کود: 122836

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/122836/

جمهور
  https://www.jomhornews.com