افغان ولسمشر محمد اشرف غني د د جاپاني الااصله افغان ډاکتر ټېټسو ناکامورا چې په کاکا مراد مشهور و میړینه یوه غمیزه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د هغه فکر، کار او یاد به تل پاتی وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون جمعه ماښام ارګ کې د ډاکتر ناکامورا د لور او مېرمنې په کتنه کې و ویل، چې د ډاکتر ناکامورا په وژل کېدو ټول افغانان په ویر کې دي.
ولسمشر د هغه کورنۍ، د جاپان دولت او خلکو ته د افغان دولت او خلکو په استازیتوب دخواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او ټينګار یې وکړ، چې د اوبو مهارولو کې به د ډاکتر ناکامورافکر پیاوړی او دوامداره شي.
ښاغلي غني ویلي« ډاکټر ناکامورا ستر او زیارکښ شخصیت و چې په تېرو ۲۲ کلونو کې یې په خپلو ګټورو فعالیتونو د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ځینو سیمو خلکو ژوند بدل کړی دیؤ د ډاکټر ناکامورا وژنه یوه فاجعه ده او ټول افغان ولس پر دغې پېښې غمجن دی.»
نوموړي د ډاکټر ناکامورا بشپړو شویو پروژو ته په اشارې وویل، ډاکټر ناکامورا خپل کار په افغانستان کې د لېرې پرتو سیمو خلکو له درملنې پیل کړ او د اوبو د مدیریت، کرنې او اوبولګولو سیستم د ایجاد په برخو کې یې بريالۍ پروژې بشپړې کړې.
افغان ولسمشر د ناکامورا کاري طریقه بریالۍ بللې ویلي يې دي، چې ده افغانستان او افغانان په ژوره توګه پېژندل او له بې وزلو سره د هغه ځانګړې لېوالتیا نوموړی پر انسان دوست شخصیت بدل کړ.
ولسمشر غني ډاکتر ناکامورا د افغانستان یو ستر شخیت وباله او زیاته یې کړه، هغه پروژې چې ډاکټر ناکامورا د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې اجرا کړي، د ده په نوم به شي.
ښاغلي غني وویل« د افغان ولس وجیبه ده چې د ډاکټر ناکامورا فکر، کار او یاد تلپاتې وساتي.»
هغه د ډاکټر ناکامورا د وژنې عاملین د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ دښمنان وبلل او وې ویل،د امنیتي او دفاعي قواو دنده ده هغه افراد او عاملین وپیژني او ونیسي چې د ډاکټر ناکامورا په ترور کې یې لاس درلود.
په ورته وخت کې د ډاکټر تتسو ناکامورا ښځې او لور د هیواد د ولسمشر او افغان ولس د خواخوږۍ او غمشریکۍ قدرداني وکړه او وې ویل، افغان ولس چې ډاکټر ناکامورا سره یې تر دې حده مینه لرله او خپله غمشریکي یې وکړه منندوی یوو.
دوی د ډاکټر ناکامورا پنځو افغان شهید شويو همکارانو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په دغه کتنه کې په افغانستان کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا هم د افغان دولت او خلکو د غمشریکۍ او همدردۍ مننه وکړه.
نوموړي ویلي، هغه کار چې ډاکټر ناکامورا ترسره کړ، د بیارغاونې ترټولو غوره طریقه ده او په پروژو کې د نوموړي د بریا راز د سیمې د خلکو ونډه وه.
په کابل کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا ټینګار وکړ، چې د افغانستان په پراختیا کې به د جاپان هڅې دوام ومومي.
د یادونې ده، چې ډاکتر ناکامورا د تېرې چهارشنبې په ورځ د جلال آباد ښار په لومړنۍ ناحیه کې له خپلو پنځو همکارانو سره یو ځای د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې و وژل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل